له لسیزو جګړو سره مخ افغانستان څخه راپورته شوي ۱۹ کلن راشد خان د کرکېټ په لوبو کې له خپل سپېن بالېنګ سره نړیوال هک حیران کړیدي.
له راتلونکي زیارت یا پنجشنبې څخه به د نړۍ په ټي ټوینټي لوبو کې دغه تکړه او وتلی افغان بالر د افغانستان په لومړنۍ ټسټ لوبه کې برخه اخلي.
د افغانستان دغه لومړنۍ ټیسټ لوبه به له هندوستان سره په بنګلور ښار کې وي.
راشد خان د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې له ۱۲ نورو ماشومانو سره د ټینس په بال باندې لوبه پیل کړه او وايي، چې د سوینګ بال سره دا چل ول ده له خپل ځان څخه زده کړی دی.
راشد خان په دې وروستیو کې ټایمز اف اینډیا ته وویل:
(هیچا ماته نه لیګ سپین بال ښودلی او نه هم غلط بالینګ خو ما شاهد افریدي او انیل کمبلې په لوبو کې څارلي دي.)
راشد خان خپل مسلکي مزل په افغانستان کې د کرکټ له کورنیو لوبو څخه پیل کړ چېرې چې هغه د کرکېټ د چارواکو پاملرنه ځان ته راوړوله.
په ۱۷ کلنۍ کې هغه خپله نړیواله لوبه د زیمبابوې وړاندې ترسره کړه.
له هغې راوروسته هغه ورځ تر بلې لا ځواکمن شو او ډېر ژر یې د کرکټ د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو شمېر له سلو واوخښت.
سږ کال هغه د هندوستان د پریمیر لیګ سیالیو ځلانده ستوری وو چې د سن رایزرز حیدر اباد په ټیم کې لوبېده او په ۱.۴۱ میلیونه ډالره باندې واخیستل شو.
راشد خان په خپل زبردست بال کې د هندوستان کپټان ویرات کوهلي څخه نیولې تر وتلي بیټسمن مهیندرا سینګ ډوني پورې وسوځول او د هندوستان د کرکټ وتلي ستوري سچن ټینډولکر پرې په خپلې ټوېټر پاڼې باندې ولیکل:
(زه به له دې خبرې درېغ و نه کړم چې ووایم هغه (راشدخان) په دې فارمټ کې د نړۍ تر ټولو غوره سپینر دی. هغه همدارنګ د بیټینګ په برخه کې هم ځینې وړتیاوې لري.)
د اسټرالیا د سپین بالینګ وتلي ستوري شېن واړنې وویل، چې هغه راشد خان سخت حیران کړی.
وتلي کمبل چې په نړۍ کې دریم تکړه ویکټې ساتونکی ګڼل کیږي ای اف پي ته ویلي دي چې دا ډېر خوند کوي چې د افغانستان دوه سپېنران (راشد خان او مجیب الرحمن) د نړۍ وتلو بېټسمینانو ته په خپل بال چل او دوکه ورکوي.