لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او سکاټ لېنډ کرکټ لوبډلې نن په ۲۰اووريزه سيالۍ کې مخامخ کيږي


د پاکستان او سکاټ لېنډ کرکټ لوبډلې نن د دوه ۲۰ اووريزو سياليو په لومړۍ سيالۍ کې په اېډن برګ کې مخامخ کیږي.

په اېډن برګ کې د پاکستان او سکاټ لېنډ ترمنځ سيالي د پاکستان په وخت ماښام په اته بجې پېل کېدل ټاکل شوي دي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد ويلي، د سکاټ لېنډ لوبډله کمزورې نه ګڼو، ځکه پرون يې د انګلېنډ پرضد ښه لوبه کړې ده.

نوموړي ویلي ټي ټيونټي اسانه لوبه نه ده ځکه چې مونږ وليدل د افغانستان لوبډلې بنګله دېش ته په درې صفر سره ماتې ورکړه، او دا ضروري نه ده چې کومه لوبډله په اول نمبر ده يا په اتم نمبر ده، غوره لوبه کول پکار وي.

پاکستان دا وخت د کرکټ نړیوال کونسل د ۲۰ اووريزو لوبډلو په درجه بندۍ کې په لومړي نمبر دی.

د سکاټ لېنډ او پاکستان ترمنځ دوېمه يو ورځنۍ لوبه سبا ټاکل شوې ده.

سکاټ لېنډ پرون د انګلېنډ لوبډلې ته په شپږو رنزونو ماتې ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG