لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دفاریاب په کوهستان ولسوالۍ قبضه وکړه،۲۰۰عسکر محاصره


چارواکي وایي چې طالبانو د یو لویې برید په ترڅ کې د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ قبضه کړې اؤ شاوخوا۲۰۰ امنیتي سرتیري یې محاصره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې داختر په ورځو کې افغان دولت اؤ مخالفو طالبانو دیو بل په ضد د لنډمهال اوربند اعلان کړی اؤ په نړیواله کچه د دواړو اړخونو څخه د اوربند غځولو غوښتنې کیږي.

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار اؤ دولایتي شورا رئیس محمد طاهر رحماني منلې چې دکوهستان ولسوالي تیره شپه د طالبانو لاس ته پریوتې ده.

دافغانستان خبري شبکې پژواک د فاریاب د ولایتي شورا د رئیس محمد طاهر رحماني‌ له خولې ویلي چې طالبانو تیره شپه په کوهستان ولسوالۍ یو دروند برید کړی اؤ دغه ولسوالي یې قبضه کړې ده.

هغه ویلي په دغه مهل شوې نښته کې د کوهستان د ولسوال په ګډون اووه امنیتي سرتیري وژل شوي ،۱۳ژوبل شوي اؤ دوه نور بې درکه دي.

هغه ویلي په سیمه کې اوس هم ۲۰۰ؤ پورې امنیتي سرتیري طالبانو محاصره کړي اؤ که چرې دهغوئ مرستې دپاره نورې قواوې په وخت سیمې ته ونه لیږل شي نو ویره ده چې دغه امنیتي سرتیري به هم ووژل شي.

هغه د حکومت له خوا په یو اړخیز ډول طالبانو سره د اوربند په اعلان کلکې نیوکې وکړې اؤ وئ ویل داسې اوربند دامن په ټېنګښت کې هیڅ مرسته نه شي کولی بلکې د هرې ورځې په تیریدو سره به امن ته نور هم زیان رسیږي.

افغان ولسمشر په روانه میاشت کې طالبانو سره د روژې د ۲۷مې نه د اختر تر پیځمې ورځې یو اړخیز اوربند اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې په دې دوران کې به افغان ځواکونه په طالبانو ډز نه کوي.

خو طالبانو بیا یوازې د اختر په درېوؤ ورځو کې دحکومتي عسکرو په ضد اوربند اعلان کړی.

ددغه اوربند ستائنه که د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ ګڼو هیوادونو اؤ ولسونو کړې ده خو د اوربند نه مخکې افغانستان کې د جګړو لړۍ نوره هم چټک شوې اؤ یوازې په تیره اوونۍ کې په دغو جګړو کې دواړو خواؤ د لسګونو امنیتي سرتیرو اؤ سلګونو طالبانو د وژنې دعوې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG