لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:ویاړم چې دکرکټ لوبډله مو هند سره تاریخي سیالي کوي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دافغانستان اؤ هندوستان دکرکټ د ملي لوبډلو ترمینځ دتاریخي ټیسټ سیالۍ په پیل کیدلو خوشحالي ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي” وياړم، چې نن مو ملي لوبډله د نړۍ له پياوړې هندي لوبـډلې سره لوبه کوي، ټول ولس پرې وياړي”

دهندوستان اؤ افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلو ترمینځ تاریخي ټیسټ سیالي نن د هند په بنګلور ښار کې پیل شوې ده چې ددغې لوبې کتلو اؤ دخپلې لوبډلې د ډاډګیرنې دپاره د افغانستان اجرائیه رئیس ښاغلی ډاکټر عبدالله هم بنګلور ته رسیدلی .

د ټیسټ لوبې د پیل په اړوند جوړې شوې دستورې ته دافغانستان دکرکټ بورډ مشر ښاغلي عاطف مشعل د ولسمشر اشرف غني ځانګړی پیغام لوستلی دی.

پخپل دغه پیغام ښاغلي اشرف غني خوښي ښکاره کړې ده چې دافغانستان دکرکټ لوبډله دهند لوبډلې سره ټیسټ سیالي کوي اؤ له نورو هیوادونو څخه یې هم غوښتي دي چې باید افغانستان سره ټیسټ لوبې وکړي ترڅو دغه لوبه افغانستان کې نوره هم پرمخ لاړه شي.

د افغانستان دخبري اژانس پژواک له مخې دغه دستورې ته د هندوستان د لوبو وزير راجياوردان راټهور د دغه هېواد د لومړي وزير نريندرا مودي پيغام ولوستلو ، چې هغه پکې ددغې تاريخي لوبې مبارکي ټولو مينه والو ته ورکړې ده.

مودي زياته کړې، چې دا ددواړو هېوادونو لپاره يوه تاريخي لمحه ده، او هند وياړي چې له افغانستان سره دا لومړۍ تاريخي لوبه کوي.

هغه ويلي، چې افغان لوبډلې په ډېره کمه موده کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او ځان يې دې ځاى ته رسولى دى.

د کرکټ کارپوهان وايي چې افغان لوبډله به له هند سره د پام وړ سیالي وکړي ځکه چې افغان لوبغاړو د انټرکانټینینټل سیالیو تر څنګ په کور دننه څلور ورځنۍ لوبې تر سره کړې دي کومې چې د ټسټ لوبې لپاره ښه سریزه کیدی شي.

په افغان لوبډله کې محمدشهزاد (وکټ کيپر)، جاوېداحمدي، رحمت شاه، اصغرستانکزی، حشمت الله شاهدي، افسر ځاځی، محمدنبي، راشد خان، يامين احمدزی، وفادار او مجيب الرحمان شامل دي.

د هند په لوبډله کې شېکهردهون، مورالي ويجی، چېتيشور پوجارا، اجينکی راهنی (کپتان)، لوکېش راهول، ډېنيش کرتهيک (وکټ کيپر)، رويچندرن اشون، رويندرا جدېجا، اشنت شرما او اومېش يدوا شامل دي.

XS
SM
MD
LG