لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راؤ انوار:نقیب مسید مې نه نیولی اؤ نه وژلی،پولیسو په بغض رانیولی یم


د پښتون زلمي نقیب مسید په وژنه تورن د کراچۍ پخواني پولیس افسر راؤ انوار ویلي چې نه خو نقیب مسید هغه نیولی اؤ نه یې وژلی دی خو د سندهـ پولیسو کې د ډله بازۍ اؤ بغض په اساس هغه دنقیب مسید وژنه کې رالړل شوی دی.

د زیارت په ورځ کراچۍ کې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې ته د وړاندې کیدلو په مهال خبریالانو ته راؤ انوار هیله وښودله چې هغه به د نقیب مسید د وژنې دوسیه کې بېګناه ثابتیږي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې پخواني پولیس افسر دعوه کړې چې په هغه وړاندې هم دوه ځانمرګي بریدونه شوي اؤ اوس هم د هند د استخباراتي شبکې را اؤ ناچله تنظیمونو لخوا د بریدونو ګواښ سره مخ دی.

راؤ انوار د نقیب مسید وژنه کې خپله لاس لرنه په بشپړ ډول رد کړه اؤ وئ ویل پولیسو په پلټنو کې هغه سره د بغض نه کار اخستی اؤ د هاغه موبائیل نمبره یې ورله په پلټنو کې شامل کړې ده چې کله ده کارولې هم نه ده.

هغه وویل” یو تن زما د سر قیمت ۵۰لکه روپۍ لګولی ؤ چې هغه دچیف جسټس په امر نیول شوی، کالعدم تنظیمونه اؤ را راپسې ده،، بیلابیلو وختونو کې راته د وژلو ګواښونه شوي نو په داسې حال کې دې ولې زما کور ما دپاره وړوکی زندان ونه ګرځول شي”

د راؤ انوار وکیل عامرمنسوب قریشي د محکمې نه دا غوښتنه هم کړې چې چې راؤ انوار بېګناه زندان ته اچول شوی باید په ضمانت خوشې کړل شي.

محکمې د نقیب مسید د مدعي وکیل په نشتوالي وویل چې د وژل شوي نقیب مسید وکیل صلاح الدین ته وروستی مهلت ورکړل کړي که په راتلونکې اوریدنه هغه محکمې ته وړاندې نه شو نو د راؤ انوار د ضمانت په خواست به د قانون مطابق پریکړه وکړل شي.

راؤ انوار د کراچۍ د ملیر ضلعې پخوانی پولیس مشر دی اؤ په هغه تور دی چې په ۱۳مه جنورۍ یې د جنوبي وزیرستان ۲۷کلن زلمي نقیب مسید د نورو دریوؤ بېګناؤ کسانو ترڅنګ دپولیسو یوه جعلي مقابله کې وژلی دی.

خو دنقیب مسید ترڅنګ په راؤ انوار دمحکمې نه پشي شا د سوؤنو نورو بېګناه کسانو د وژنې تورونه هم لګیدلي دي.

په پاکستان کې زیات شمیر څیړونکي راؤ انوار د استخباراتي اؤ پوځي ادارو سړی ګرځوي اؤ وایي ددې ترڅنګ هغه په سندهـ صوبه کې د واکمن ګوند پیپلز پارټۍ دمشر اصف علي زرداري سره هم ښې اړیکې لري.

خو اصف زرداري دا تاثر رد کړی چې ګنې راؤ انوار ته یې څه رقم ملاتړ ورکړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG