لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنو بچو دپاره اختر کې مېلې نشته خو دټوقانجو وسلې پرېمانه دي


د وړوکي اختر په وړومبۍ ورځ دخیبر پښتونخوا سرښار پېښور اؤ نورو بیلابیلو سیمو کې ماشومانو دساعت تیري دپاره ترټولو زیات پام د ټوقانجو وسلو اخستلو ته کړی اؤ په لارو کوڅو کې په ګڼ شمیر ماشومان دټوقانجو وسلو سره په لوبو کولو لیدل کیږي.

دمدني ټولنې فعالین اؤ څیړونکي تور لګوي چې پښتنو بچو ته د یو سازش په اساس په لاسو کې وسلې ورکړل کیږي ترڅو د دوئ راتلونکی دتعلیم اؤ ترقۍ پځایې د وسلو سره تړلی پاتې شي.

تیرکال د وړوکي اختر په موقعه د پېښور ضلعي انتظامیې دټوقانجو په وسلو سخت بندیز لګولی ؤ اؤ ګڼ شمیر دوکانداران یې د لوبو د وسلو په خرڅولو نیولي اؤ زندان ته لیږلي وؤ خو سږکال دپېښور اؤ نورو سیمو دننه زیاتره دوکانونه د ټوقانجو په وسلو سمبال دي.

دشمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی وتلی خبریال ښاغلی ناصر داوړ وایي “پکار خو دا وه چې داختر په موقعه دپښتنو ماشومانو دساعت تیري دپاره حکومت اؤ انتظامیې ځایې پځایې تفریحي مېلې لګولې وې، هغوئ دپاره دې یې د ګټورو فعالیتونو تابیا کړې وه ولې له بده مرغه د وسله ځپلو پښتنو د ماشومانو دپاره مارکیټ ته په اختر کې یوازې د ټوقانجو وسلې راچلول شوي دي”

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ وویل پروسکال ضلعي انتظامیې پېښور کې د لوبو په وسلو بندیز لګولی ؤ نو د ماشومانو په لاسونو کې وسلې نه لیدل کیدلې خو سږکال انتظامیې داختر نه مخکې د لوبو د وسلو دمخنیوي دپاره هیڅ ګامونه نه دي اخستي اؤ مارکیټونو ته پریمانه د ټوقانجو وسلې راغلي دي .

راپورونه وایي د ټوقانجو دغه وسلې ٨٠ فيصده پاکستان ته دچين څخه راځي اؤ ٢٠ فيصده دپنجاب په لاهور،

ګجرانوله اؤ ګجرات کې جوړيږي چې بیا دپښتنو سیمو ته لیږل کیږي.

ښاغلی ناصر داوړ وایي د ماشوم دپاره دټوقانجو دغه وسلې په لاس کې اخستل یو خطرناک عمل دی ځکه چې دوئ سره د دوئ د ذهنونو نه د وسلې ویره اوځي اؤ سبا په ځان پسې بمونه تړل هم ورته هیڅ ګران کار نه ښکاري.

له دې وړاندې پېښور کې د لوبو د وسلو په ضد دمدني ټولنې لخوا دراجوړې شوې یوې احتجاجي مظاهرې په مهال د پښتو وتلي شاعر اؤ هنرمند ښاغلي امجد شهزاد ډیوه ته ویلي وؤ “پځايې ددې چې مونږ خپلو ماشومانو ته د ټوقانجو وسلې ورکړو پکار ده چې هغوئ د مينې طرفته راوګرځوؤ اؤ د مينې جوړ شيان ورته ورکړو”

د امجد شهزاد په وینا دامهال د موسيقۍ د ټوقانجو ډير ښکلي الات لکه پيانو،ستار، ګټار،رباب، طبله مارکيټ کې خرڅيږي بايد مونږ دغه شيان خپلو بچو ته د وسلو پځايې په لاس کې ورکړو.

وائس اف امریکه هڅه وکړه چې دپېښور د انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر نه وپوښتني چې ولې یې په مارکیټ کې دټوقانجو د وسلو خرڅون ته اجازه ورکړې ده خو هغه سره د پرله پسې هڅو باوجود اړیکه ونه نیول شوه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG