لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انډونیشیا په یوه کلي کې ورکه ښځه د یوه لوی ښامار په خېټه کې وموندل شوه


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي د منځنۍ انډونیشیا په یوه کلي کې یوه ښځه له خپله کوره ورکه شوه خو چې خلکو ورپسې پلټنه وکړه نو هغه یوه ښامار چیچلې او ژوندۍ تر ستوني تېره کړې وه.

۵۴ کلنه واتیبا د تېر زیارت- پنجشنبې په ورځ د انډوییشیا د مونا ټاپو په سولاویسي ایالت کې له خپل کوره را وتلې وه او خپل کلي ته نیژدې خپلې د جوارو (وږو) کروندې ته تللې وه، چې ناببره ورکه شوه او د شپې کور ته ستنه نه شوه.

د جمعې په ورځ یې چې د کورنۍ خلک ورپسې وګرځېدل او باغ ته ورپسې لاړل، نو یواځې د هغې ځینې شیان لکه چپل، لاسي بتۍ او یوه اوږده چاړه یې وموندل. د تیبا د کورنۍ او کلیوالو اندېښنه زیاته شوه او پلټنې ته یې دوام ورکړ، چې بالاخره یې یو اوږد مار وموند.

مار ۲۳ فوټه اوږد وو او شاوخوا سل تنه کلیوال ورباندې را ټول شول او ښامار یې و واژه، نو سمدستي یې په ډېر احتیاط د هغه څرمه واړوله او د هغه خېټه یې څیرې کړله، چې ګوري تیبا د مار په خېټه کې په خپلو جامو کې نغښتې مړه پرته وه.

رپوټونه وایي په انډونیشیا د اېشیا په جنوب ختیځ کې دا ډول اوږده او غوټې- غوټې ښاماران زیات دي چې اکثر پر بیزوګانو او سرکوزو بریدونه کوي او کله چې کوم ښکار پیدا کړي نو تر هغه وخته یې له ستوني نه تېروي چې وژلی یې نه وي، خو وایي پر انسانانو ډېر کم بریدونه کوي.

دا دویم ځل دی چې د انډونیشیا په یوه غرنۍ سیمه کې ښامار پر انسان حمله کوي. د تېر کال په مارچ کې هم یوه ښامار یو سړی دې ته ورته ژوندی تر ستوني تېر کړی وو، چې وروسته خلکو ښامار وموند او د هغه له خېټې یې د دغه کس مړی را و ایست.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG