د پېښور په ارمي پبلک سکول کې په خونړي ترهګر بريد کې د وژل شوؤ ماشومانو "کورنۍ ډېرې خوشحاله دي" چې ملا فضل الله وژل شوی دی او وايي "د خپلو بچو د قاتل په وژنه د امريکا ستاينه کوو".
د پاکستاني طالبانو پخوانی مشر ملا فضل الله امریکايي پوځ د افغانستان په کونړ ولايت کې په ډرون بريد کې وژلی دی.
افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان لنډ مهاله وزيراعظم ناصر الملک او د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه ته د فضل الله د وژلو خبر ورکړی ؤ.
د پېښور په ارمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه خونړي ترهګر بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې د سکول ماشومان وو.
د فضل الله په مشرۍ پاکستاني طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې وه.
د ارمي پبلک يو زده کوونکی اسفند چې په ياد ترهګر بريدکې وژل شوی ؤ د هغه پلار اجون خان وايي، د فضل الله په وژنه د ارمي سکول په برید کې د وژل شوو ماشومانو "کورنۍ ډېرې خوشحاله دي او په اختر کې دوی د خوشحالۍ نفلونه کړي چې يو ترهګر او د انسانيت دښمن ووژل شو".
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې اجون وويل، "فضل الله يوه موخره وه لاړه ختمه شوه خو ورسره چې کوم سهولت کار وو د هغو متعلق مونږ ته واضح ونه ويل شو چې د هغو سره څه چل وشو".
د فضل خان اېډوکېټ زوی صاحبزاده عمر خان هم د پېښور په سکول کې په ترهګر برید کې وژل شوی ؤ.
فضل خان ډيوه سره په خبرو کې وويل، "په ظاهره چې هغه (فضل الله) زمونږ دښمن ؤ يا زمونږ په فکر کې وو او زمونږ ادارو هغه مونږ ته د دښمن په توګه پېژندلی ؤ هغه چې چا (امریکا) ووژلو مونږ د هغو ستاينه کوو".
خو نوموړي د پاکستان په ادارو ټکونه وکړه چې د فضل الله سخر صوفي محمد يې د بند نه خوشی کړو او د ارمي پبلک د خونړي ترهګر بريد ترڅنګ د يو شمېر ترهګرو بريدونو زمه واري منونکی احسان الله احسان يې د ځان سره ساتلی او د قانون منګولو ته يې نه سپاري.
دغه ډول اجون خان وايي "مونږ يواځې د (فضل الله په وژنه) بلکل مطمين نه يو ځکه چې د کور چوکيدار (ساتونکي) هغه وخت څه کول او زمونږ ګیله د چوکيدار نه ده".
هغه زياته کړه دوی به په دغه پېښه کې د ککړو لاسونو ښکاره کولو دپاره غږ پورته کوي او د وژل شوؤ ماشومانو ټولې کورنۍ په دې خبره يو دي.
د پاکستان پوځ د رېډيو ملا په نوم مشهور فضل الله په وژنه خپل بيان کې ويلي، "د تحریک طالبان پاکستان د مشر ( ملا فضل الله) وژنه یو مثبت پرمختګ دی، او د دې سره به د ارمي پبلک په بريد کې د وژل شوؤ او نورو ترهګرو بريدونو اغېزمنو ته اطمينان ترلاسه شوی وي".
د پاکستان پوځ ویلي افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د ملا فضل الله د وژنې خبر ورکړی دی.
پوځ ادعا کړې چې ملا فضل الله د کال ۲۰۰۹م نه په افغانستان کې پټ ؤ.