لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحرم شریف دننه یوه میاشت کې دځان وژنې دریمه پېښه رامنځته شوې


دسعودي عرب په مکه ښار کې د حرم شریف د پام نه یو بل تن په دانګ وهلو ځان وژلی چې دې سره په روانه میاشت کې دحرم شریف دننه د ځان وژونکو شمیره درېوؤ ته رسېدلې ده.

دعرب خبري اژانس خلیج ټائمز له مخې د ځان وژنې دا تازه پېښه هم تیره ورځ هغه مهال رامینځته شوې چې د بنګله دیش یو وګړي خپل ځان د مسجدالحرام د بام نه ځان ښکته ګزار ګړو.

سعودي چارواکو ویلي چې د په جومات کې د لګیدلو سي سي ټي‌ وي کیمرو څخه ددې خبرې پخلی شوی دی چې دا اتفاقي پېښه نه بلکې ځان وژنه ده.

چارواکي وایي په کیمرو کې لیدل کیږي چې دبنګله دیش دغه وګړی د مسجدالحرام د بام څخه ښکته په ټوپ وهلو ځان وژني .

له دې وړاندې په نهم جون دفرانسې اؤ په ۱۶م جون دسوډان یو وګړي د خانه کعبې نه دطواف کولو دپاره دجوړ شوي مطاف نه په ځان راغورځولو خپل خپل ځانونه وژلي وؤ.

په حرم شریف کې په نهم جون د ځان وژنې د لمړۍ پېښې رامنځته کیدلو وروسته د سعودي پولیسو ویلي وؤ هغوئ به ددې خبرې پلټنې کوي چې په مطاف د حفاظتي جنګلو د لګول کیدلو باوجود څنګه یو سړی په دې وتوانیدلو چې له دې څخه ځان ښکته راوغورځوي؟

خو تر اوسه د سعودي پولیسو لخوا په دغه اړوند شوې پلټنې مخې ته نه دي راغلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG