د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي د تحریک د مشر منظور پښتین سره خولۍ یې چې کومو ځوانانو پر سر کړې وي، هغوی پر بېلابېلو پوځي چیک پوسټونو ځورول کېږي او خولۍ ځنې اخیستل کېږي، خو بل لور ته دا خولۍ ورځ په ورځ مشهوره کېږي.
منظور پښتین وړمه ورځ پر فېسبوک په خپله وینا کې وویل، کله چې په اختر کې خپل کور جنوبي وزیرستان ته تللی وو، نو پر چیک پوسټونو یې ولیدل چې خلک د پخوا غوندې ځورول کېږي خو وایي هغه خلک زیات ځورول کېدل چې د ده غوندې سره خولۍ يې پر سر کړې وې:
"په چیک پوسټونو د پاکستان د پوځ لپاره غټه مسئله ټوپۍ وې، ترهګر به چې ورباندې تېرېدل هغه هیڅ خبره نه وه، خو چې دا ټوپۍ به د چا په سر وه دا به دوی ته ډېره غټه خبره جوړه شوه. د وزیرستان په هر چیک پوسټ چې څوک هم ورځي نو دا ټوپۍ یې له سره واخلي هلته ډرمونه یې ورته ایښي دي هغه ځنې ډکوي".
ښاغلي پښتین پر خپل فېسبوک په یوه پوسټ کې دعوه کړې، چې وایي پاکستاني پوځیان پر چیک پوسټونو له خلکو اخیستل شوې خولۍ په بازارونو کې بیرته خرڅوي، هغه وایي "نن یوه ملګري راته وویل چې د ټانک ښار پر ځینو دوکاندارانو هماغه زرګونه خولۍ پوځیانو خرڅې کړې دي".
له تېرو شاوخوا څلورنیمو میاشتو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شوی، د تحریک د مشر خولۍ یې نه یواځې په پاکستان او افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې او د حق غوښتنې لپاره د دې تحریک د پاڅون په علامت بدله شوې ده.
د پاکستان پوځ چې پښتون تحفظ موومنټ د افغانستان په ملاتړ تورنوي، ویاند یې مېجر جنرل آصف غفور د جون په ۴مه خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ، چې وایي د دې تحریک خولۍ له بهره [له افغانستانه] پاکستان ته ورځي "په څه ډول یوه خولۍ له هېواده دباندې تیاره شوه او پاکستان ته را ولېږل شوه".
خو منظور پښتین د آصف غفور دا تور رد کړ، چې ګواکې دا خولۍ په افغانستان کې جوړېږي او پاکستان ته لېږل کېږي، ځکه چې وایي پر دې خولۍ د افغانستان نه بلکې د "مېډ اِن پاکستان" [په پاکستان کې جوړه شوې] لېبل لګېدلی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر علي وزیر وایي د جون په ۴مه چې په واڼه کې د دوی ملګري یوې غونډې ته ورتلل، نو د امن کمېټۍ په نامه وسلوالو طالبانو او پاکستاني پوځیانو د دوی له پلویانو خولۍ واخیستلې او ویې سوځولې. د دې تحریک یوه مشر محسن داوړ په همدې ورځ پر ټویټر په اردو ژبه ولیکل:
"له ځانه یې ډېر نمبر ون جوړ کړی دی چې له خولۍ هم ډارېږي".
سره مزارۍ خولۍ چې اوس پښتینه یا پښتینۍ خولۍ نومول کېږي اوس نه یواځې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې د خلکو پر سر وي، بلکې په عام ژوند کې یې هم پر سر کوي. په تېر کوچني اختر کې سلګونه خلکو پر ټولنیزو رسنیو خپل عکسونه خپاره کړي وو، چې د اختر په لمانځه، په مېلو او په کورونو کې یې دغه سرې خولۍ پر سر کړې وې.