لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: په قبايلي ضلعو کې په ۲۵م جولايۍ د صوبايي انتخاباتو کولو دپاره احتجاجي مظاهره شوې


د متحده قبايل پارټۍ او شاه جي ګل په مشرۍ يوه احتجاجي مظاهره کې غوښتنه شوې چې د اصلاحاتو وروستو په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل شوؤ قبايلو ضلعو کې دې هم په ۲۵م جولايۍ د نور ملک په رنګ صوبايي انتخابات وکړی شي.

د شورو، چهارشنبې په ماښام د اسلام اباد نېشنل پرېس کلب مخې د متحده قبايل پارټۍ او شاه جي ګل ګڼ شمېر ملګري راټول شوي خپل بېرغونه يې په لاسونو کې پورته کړي او نعرې يې وهلې، "په انتخاباتو کې وروستو والی ورته د منلو نه دی".

د مظاهرې په مهال شاه جي ګل افريدي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، "چې کله الېکشن اېکټ ۲۰۱۷م جوړېدو نو په هغې کې مونږ دا خبرې کړې وه چې که اييني بدلون وشي نو الېکشن کمېشن په کال کې دننه صوبايي انتخابات کولی شي".

هغه وويل دغه خبره د فاټا اصلاحاتو په اييني بدلون کې هم شامله وه چې که الېکشن کمېشن کله هم وغواړي نو په قبايلي سيمه کې انتخابات کولی شي.

نوموړي وويل ځکه دوي اوس دغه غوښتنه کوي چې "په قبايلي اووه ضلعو کې کومې چې وړاندې ايجنسۍ وې هلته دې په ۲۵م جولايۍ د صوبايي اسمبلۍ دپاره انتخابات وشي د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ دپاره دې ممبران منتخب شي او د سيمې خلک دې په اسمبلۍ کې خپلې زمه وارۍ په خپله پوره کړي".

هغه وويل د مخکنۍ فاټا چې اوس د خېبرپښتونخوا صوبې برخه جوړه شوې د برخې جوړېدو په عمل کې دا خبره شامل وه چې په يو کال کې دننه به په قبايلي ضلعو کې صوبايي انتخابات کولی شي خو دوی غواړی چې دا انتخابات دې راروانه مياشت وشي.

شاه جي ګل افريدي زياته کړه تر څو "د سيمې خلک د وزيراعلی او کابينې په جوړولو کې برخه واخلي او د قبايلي علاقې نه وزيران هم جوړ شي".

هغه وويل که اوس داسې ونه شوه او کال وروستو بيا انتخابات کيږي نو هغه به ايينې مسلې راپورته کوي.

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د اييني بدلون سره د دغه سیمې د قامي اسمبلۍ ۱۲ او د سینیټ اته چوکۍ د راتلونکو پينځه کالو دپاره په خپل ځای ساتلو او له هغې وروستو د نوؤ حلقه بندو ويل شوي دي.

د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي چې راتلونکي کال کې به د قبایلي سیمو دپاره د خېبرپښتونخوا صوبایي اسمبلۍ کې خپلې چوکۍ وي او په قبايلي سیمو کې به سمدستي د صوبې قوانین په ځای کیږي.

د خېبرپښتونخوا مخکني اعلا وزير پروېز خټک د چوکۍ پرېښودو وروستو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي ؤ هغه د پاکستان الېکشن کمېشن ته په دغه اړوند يو خط ليکلي او ورته یې پکې ويلي چې په صوبه کې شاملو قبايلي سيمو کې دې د پاکستان د نورو برخو سره يو ځای راتلونکي عام انتخابات يو ځای وشي.

هغه ويلي "دا به ان فیر (نامناسبه وي) چې ورستو کوم حکومت ناست وي او هلته انتخابات کیږي نو په هغې به دحکومت اثرات راځي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG