لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د يو بل پاکستاني لوبغاړي ډوپ ټېسټ مثبت راغلی


د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د لوبغاړي نوم نه دی څرګند کړی خو ويلي يې دي "د ممنوعه مادې کارولو په سر د يو لوبغاړي د ډوپ مثبت ټېسټ راغلی دی".

پي سي بي په ټويټر ليکلي، د کرکټ د نړيوال کونسل (ايي سي سي) د قانون ترمخه پي سي بي تر هغه وخته پورې د لوبغاړي نوم نه شي ښکاره کولی يا تورن کولی څو پورې چې د حکومت د ډوپ ټېسټ ايجنسۍ د مادې په اړوند کره رپوټ نه وي ورکړی.

پي سي بي ويلي په يوه يا دوه ورځو کې په دغه اړوند ځواب اووايي.

خو د پاکستان ځينې رسنيو ویلي دغه لوبغاړی احمدشهزاد دی چې ډوپ ټېسټ يې مثبت راغلی دی.

دا چې ډوپ ټيسټ څه شی دی او د يو لوبغاړي ډوپ ټېسټ کله کيږي ؟.

پوهان وايي هر هغه ممنوعه درمل يا دوايي چې يو لوبغاړی يې د خپل توان زياتولو يا ارام راتلو دپاره وخوري او په هغې کې کوم نشه يي مواد شامل وي ، د دغه څيزمالومولو دپاره د وينې د اخيستل شوؤ نمونو ټېسټ ته ډوپ ټېسټ ويل کيږي.

ځايي رسنيو د سرچينو له قوله ویلي د احمد شهزاد د ډوپ ټېسټ دپاره نمونې په کورني يا پاکستان کې دننه د لوبو په مهال اخستل شوې وې.

د پاکستان د کوم لوبغاړي دپاره دا لومړی ځل نه دی چې ډوپ ټېسټ يې مثبت راغلی دی.

له دې وړاندې د پاکستان د پخواني ياد تېز بالر شعېب اختر، محمد اصف، عبدالرحمان، ياد سپېنر یاسرشاه او رضا حسن د ډوپ ټېسټونه هم مثبت راغلي او د سزاګانو سره مخ شوي دي.

د ډوپ ټېسټ مثبت راتلو او ممنوعه درملو ثابت کېدو د جرم په سزا کې پوهان وايي د درې مياشتو څخه د دوه کالو پورې په ياد لوبغاړي د کرکټ په لوبه کولو بندېز لګول کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG