لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پرېکړې وروستو به حکومتي جرګې سره سبانۍ خبرې کيږي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او حکومتي جرګې ترمنځ د خبرو دپاره چې سبا د جمعې ورځ (۲۲م جون) ټاکل شوې وه خو دغو خبرو ته د کښېناستو دپاره پي ټي اېم نن خپله جرګه او پرېکړه کوي.

د حکومت په استازيتوب د جرګې مشر شاه جي ګل وايي د جمعې ورځ يې د پي ټي اېم سره د خبرو دپاره ټاکل شوې او هغه خوشبينه دی چې د پي ټي اېم سره د روانو خبرو لړۍ د کاميابۍ په لور ده.

خو د پي ټي اېم فعاله غړی محسن داړو وايي "زمونږ سره يې وعده خلافي کړې ده نو اول به مونږ خپله جرګه کوو چې ورسره مېلاؤ شو که نه شو".

شاه جي ګل وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي، "چې په اسلام اباد کې کوم ۳۶ کسان نیول شوي هغه خلاص شول، په میرعلي او جنوبي وزيرستان کې هم خلاص شول".

خو په اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو سېکتر بریال وطنپال وي او ای ای ډیوه سره نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ وويل چې نيول شوي کسان ۳۷ دي، پرون يې ضمانتونه منظور شوي خو د اډياله جېل څخه لا خوشي شوي نه دي.

هغه وويل په نیول شوؤ کسانو کې نيم د پښتونخوا عوامي ګوند غړي او زده کوونکي او پاتې نور د پي ټي اېم غړي دي. هغه دا هم وويل دغه بندي کسان چې نزدې ۱۶ ورځې يې په بند کې تېر کړې د دوی د خوشي کېدو دپاره نن د مچلکو جمع کولو هڅې کوي.

بل لور ته محسن داړو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، "د دوي سره دا وعده خلافي شوې چې د اسلام اباد د نيول شوؤ کسانو د اختر نه وړاندې د خوشي کېدو ورته ويل شوي وو خو هغه خوشي نه کړی شو".

هغه وويل ځکه پي ټي اېم نن خپله جرګه کوي چې ايا سبا د حکومتي جرګې سره خبرې وکړي که ونه کړي.

خو شاه جي ګل خوشبينه دی چې د دوی د خبرو لړۍ په کاميابه سره روانه ده، او د پېښور کمشنر او چيف سيکرټري حکومتي جرګې ته د سهولت کار په توګه ورکړی شوي او هغه په خپل ځای موجود دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي ؤ که په دوه ورځو کې يې نيول شوي بندي کسان خوشي نه کړی شو نو د پاکستان په ټولو ښارونو کې به احتجاجي ناستې پېل کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویانو د جون په ۵مه په اسلام اباد کې احتجاج کولو او په واڼا کې د علي وزیر پر کور د وسلوال برید غندنه یې کوله، چې پولیسو ۳۷ کسان ورڅخه ونیول او لومړی یې د پاکستاني پوځ او ادارو په ضد د پاروونکو ویناوو په تور مقدمه ورباندې وکړه او بیا یې د ترهګرۍ تور هم ورباندې ولګولو.

د پاکستان د حکومتي جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ تر منځ ناستې د اپرېل له ۱۸مې نېټې پیل شوې دي، چې تر اوسه یې پینځه غونډې شوې خو د دغو په پايله کې تراوسه پورې د حکومت سره د پي ټي اېم نېغ په نېغه ناستې يا خبرو په لړ کې پرمختګ نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG