لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې بيا پاکستان ته د ترهګرو پرضد د ګامونو اخستو يادګېرنه کړې


امريکې پاکستان ته بيا هغه پخوانی غوښتنه ورياده کړې د ترهګرو د پټو ځالو ختمولو پرضد ورته نور کار کول دي.

د امريکې د پاکستان نه د ترهګرو پرضد ګامونو اخستو خبره د پاکستان او افغانستان دپاره امريکايي استازې اېلس وېلز کانګرس ته د تېر يو کال په اړوند د صدر ډانلډ ټرمپ د تګلارې څخه خبرولو په مهال کړې ده.

مېرمن وېلز ويلي امریکا د پاکستان نه د کال ۲۰۰۱م راهسې تمه لري چې د طالبانو ځالې به ختمه کړي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه نوموړې د کانګرس د بهرنيو چارو کمېټۍ ته په احوال تېرولو کې منلې چې په پاکستان د امريکايي غوښتنو دپاره فشار اچولو پاليسۍ ډېره کاميابه نه ده پاتې شوې.

هغې ويلي د ټرمپ انتظامیې د سويلي اسيا دپاره د اعلان کړې تګلارې ۱۰ میاشتې وروستو ځينې مثبت څيزونه ليدل شوي خو د پاکستان نه چې کومه تمه کېده هغه ډول اقدامات يې نه دي کړي.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال د اګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان دپاره په خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

نوموړي ویلي ؤ چې پاکستان د امريکا نه په ملينونو ډالره اخستې خو په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي.

ټرمپ د روان کال په لومړۍ نېټه په يو ټويټ کې ويلي پاکستان د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي او په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او ټګې يې ورسره کړې ده.

له دغې وروستو امریکې د پاکستان امداد هم بند کړی او د دواړو هېوادونو اړيکې تاؤژنې شوي چې په وروستيو کې پکې ښه والی ليدل شوی دی.

خو پاکستان امریکايي تورونه ردوي او وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

امریکا او افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره یې حقاني شبکه او افغان طالبانو ته پناه ورکړې ده او دغه تندلاري د پاکستان څخه په افغانستان کې ترهګري کوي.

اېلس وېلز دا هم ويلي چې په افغانستان کې پاکستان ته ډېر مهم کردار ترسره کول دي او خپلې جايزې غوښتنې هم ورسره لري او امريکا نه يواځې د پاکستان د ګټو نه خبر ده بلکې د خپلو اندېښنو لرې کولو دپاره د اسلام اباد سره کار هم کوي.

هغې ويلي په افغانستان کې طالبان داسې دي چې بيا بيا راولاړيږي او د دغه هېواد په لرو پرتو سيمو کې افغان ځواکونه د طالبانو څخه د علاقو ازادولو په لړ کې مشکلات لري.

هغې پاکستان ته يو ځل بيا په سختۍ سره ويلي چې پاکستان دې طالبان د خبرو مېز ته راوستو په لړ کې د امريکا ملګرتیا وکړي او څوک چې د سولې د خبرو ته نه کښېني ودې نيول شي يا دې بهر کړی شي.

وېلز ویلي د ایران نه تر روس، هند، چين او منځني اسيايي هېوادونو چې د افغانستان ګاونډيان دي دوي څو ځله باور ورکړی چې د افغانستان د سولې په عمل کې مرسته وکړي.

هغې ويلي دا د ټرمپ د افغانستان د کاميابې پاليسۍ نتيجه ده.

پاکستان چې د امريکې لخوا د افغانستان د سولې په اړوند د سخت فشار سره مخ دی په وروستيو کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ويلي پاکستان غواړي چې امريکا په افغانستان کې کاميابي ترلاسه کړي او يو باثباته افغانستان پرېږدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG