لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سېنټ وایي په پخوانیو قبایلي سیمو کې دې نوي ټیکسونه نه لګول کېږي


واشنګټن ــ د پاکستان په سېنټ کې د خزانې، محصولاتو او اقتصادي چارو ځانګړې کمېټۍ په پخوانیو قبایلي سیمو او د صوبو تر انتظام لاندې قبایلي سیمو کې خلکو ته د ټیکسونو په برخه کې پر مراعاتو نه ورکول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د کمېټۍ په غونډه کې دا خبره را پورته شوې چې د هېواد د محصولاتو مرکزي ادارې په پخوانیو قبایلي سیمو کې نوي ټیکسونه لګولي او دغه اداره یې منع کړې چې په دغو سیمو کې نوي ټیکسونه ونه لګوي.

په تېره مې میاشت کې د مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ پخواني حکومت له خیبرپښتونخوا سره د فاټا او پاټا د ګډولو قانوني مسوده وړاندې کړې وه، چې په قومي اسمبلۍ، سېنټ، د پښتونخوا په اسمبلۍ کې په متفقه توګه منظوره شوه.

له دې سره سم د پخواني وزیرعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د اقتصادي همکارۍ کمېټۍ په فاټا او پاټا کې د ټیکسونو د مراعاتو اعلان هم کړی وو. دا پرېکړه هم شوې وه چې له پښتونخوا سره ددغو قبایلي سیمو تر ګډېدو وروسته به هم پینځه کاله له دغو سیمو سیلز ټیکس یا بل نوی ټیکس نه اخیستل کېږي.

د سېنټ د قایمه کمېټۍ غړی او د مالاکنډ اوسېدونکی سنېټر فدا محمد خان چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی وو وي.او.اې ډیوه ته وویل، د دوی کمېټۍ په دې اړه خپل تحفظات څرګند کړي دي چې نه یواځې د پخوانیو قبایلي سیمو خلکو ته په ټیکسونو کې اعلان شوي مراعات نه ورکول کېږي، بلکې پر هغوی نور نوي ټیکسونه لګېږي:

"فاټا او پاټا یې له خیبرپښتونخوا سره شامل کړل، خو څه یې ورته ور نه کړل، چې څه ورسره وو خپل څه سهولتونه ورسهر وو هغه یې هم ترې واخیستل، موږ د دې خبره مخالفت کړی او را پاڅېدلي یو".

فدا محمد خان وایي د محصولاتو ادارې غوښتل چې د پښتونخوا په ښاري سیمو کې د نافذو ټیکسونو دایره پخوانیو قبایلي سیمو ته هم وغزوي، خو وایي د پاکستان د سېنټ مشر او د سېنټ قایمه کمېټۍ منع کړه چې تر څو د دې موضوع څه حل نه وي را وتلی هلته به نوي ټیکسونه نه لګوي.

د رپوټونو له مخې روانه میاشت د پخوانیو قبایلي سیمو خلکو ته د بجلۍ په لېږل شویو بِلونو کې سیلز ټیکس هم شامل کړل شوی دی. د سېنټ کمېټۍ د محصولاتو د ادارې له خوا دا د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي له هغو ژمنو سرغړونه بللې چې وایي د دغو سیمو خلکو ته به په ټیکسونو کې مراعات ورکړل شي.

د شمالي وزیرستان یو ټولنیز فعال نظام داوړ وایي، د قبایلي سیمو خلک هسې هم ځپل شوي دي خو اوس چې د ټیکسونو په برخه کې مراعات هم ورسره نه کېږي دا له دوی سره یو بل ظلم دی:

"په قبایلي سیمو کې چې اپرېشن وشو او خلک بیرته خپلو سیمو ته ستانه شول، د بیارغونې کارونه یې شروع کړل، نو پوځ پر تعمیراتي موادو لکه په خښته، سیمټ او نورو شیانو اضافي ټیکس ولګاوه".

ښاغلی داوړ وایي د پاکستان په نورو ښارونو کې چې کله سېلاب یا زلزله راغلې ده نو هلته له خلکو سره د ښېګړې په خاطر ټیکسونه معاف کړي دي، خو قبایلي سیمو ته یې چې نوي قوانین لکه بېنکنګ ایکټ، پي ټي سي ایل ایکټ، کسټم ایکټ او د ترهګرۍ ایکټ غزولي دي، په هغو کې د قبایلو د ښېګړې لپاره هیڅ نه شته یواځې له دوی پیسې اخیستل کېږي:

"پاکستان موږ ته څه ترقیاتي کارونه نه دي راکړي، کاروبارونه یې نه دي راکړي چې په بدل کې یې له موږه ټیکسونه غواړي، نو پکار ده چې تر پینځو کلونو نه تر پینځلسو شلو یا دېرشو کلونو دې موږ ته د ټیکسونو په برخه کې استثنی راکړل شي".

د سېنټ د کمېټۍ غړی سنېټر فدا محمد خان وایي، دوی د ټیکسونو د استثنی کېدو د اعلان د عملي کېدو لپاره د قانون جوړولو په کار لاس پورې کړی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په پخوانۍ خیبرایجنسۍ کې ګڼ شمېر دوکاندارانو او تاجرانو په خپلو سیمو کې د حکومت له خوا د نویو ټیکسونو لګولو په ضد احتجاجي مظاهره کړې او غوښتنه یې کړې چې دغه ټیکسونه دې ختم کړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG