لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرګه: که پښتون ژغورنې غورځنګ یا حکومت سرغړونه وکړه خبرې به ونه شي


د پینډۍ له اډیاله زندانه د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳۷ غړیو تر را خوشي کېدو وروسته نن بیا د دې تحریک او سرکاري جرګې تر منځ په پېښور کې غونډه شوې، چې د دواړو غاړو مشرانو پکې ګډون کړی او د رسمي مذاکراتو د پیل کولو لپاره یې هیلې څرګندې کړې دي.

تر غونډې وروسته خبري غونډې ته په وینا کې د دواړو غاړو استازیو وویل، چې که دا ځل کوم فریق د جرګې د پرېکړې په خلاف د یو بل په ضد کوم ګام پورته کړ، نو دا به د جرګې باور ته زیان و رسوي او بیا به ممکنه نه وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او سرکاري جرګې مذاکرات پر مخ دوام وکړي.

په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په استازیتوب د نورو کسانو تر څنګ وکیل او سیاستوال لطیف اپریدي هم ګډون کړی وو. هغه له غونډې وروسته وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې د سرکاري جرګې له کسانو یې خبرې په ښه ماحول کې وشوې:

"د فریقینو نیتونه بالکل د خیر او روغې جوړې طرف ته وو، موږ کوشش کوو چې په راتلونکې ناسته کې د دوی تر منځ مسئلې حل شي او یوه روغه جوړه وشي".

لطیف اپریدی دا مني چې سرکاري جرګه له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د مذاکراتو واک لري، خو وایي پکار ده چې په رسمي او باضابطه توګه واک ورسره وي او دوی به هم د خبرو لپاره د خپل واک لیکلی ډاډ ورکړي.

د سرکاري جرګې یو غړی شاه جي ګل اپریدي- چې په کور کې یې دغه غونډه شوې- له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، دوی په دې متفق شول چې په راتلونکې غونډه کې خپله تګلاره جوړه کړي:

"جرګه نن په دې متفق شوه چې تر یکم جولای به حکومت او حکومتي ادارې د آیین او قانون نه بهر یو داسې کار نه کوي او پي ټي ایم به هم تر آیین، قانون او جمهوریت لاندې خپله خبره کوي".

په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو علي وزیر، ډاکټر سیدعام مسید، ، عبدالله ننګیال، محسن داوړ، لطیف اپریدي او ځینو نورو کسانو ګډون کړی وو، همدارنګه د شاه جي ګل اپریدي په شمول ملک خان مرجان وزیر، اجمل وزیر او نورو کسان د سرکاري جرګې له خوا په غونډه کې شریک وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په استازیتوب په غونډه کې شریکو کسانو په نننۍ غونډه کې خپلې غوښتنې او د واڼه په وروستۍ پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو موضوع د سرکاري جرګې استازو ته وړاندې کړې ده. ټاکل شوې چې د جولای په لومړۍ نېټه کېدونکې بله غونډه کې به ورباندې رسمي خبرې پیل کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG