لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هلمند د سولې کاروان د يوناما د دفتر مخې ته احتجاجي ناسته کوي


د هلمند د سولې کاروان ويلي د طالبانو د سولې د غوښتنې رد کېدو وروستو دوی پرېکړه کړې چې د درېو ورځو دپاره په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) د دفتر مخې ته احتجاجي ناسته کوي.

د هلمند د سولې کاروان نزدې د۷۰۰ کیلومټره په پلي يا خپلو پښو مزل له ۳۸ ورځو سفر وروسته تېره اوونۍ له هلمند څخه کابل ته رسېدلی دی.

د سولې دولسي کاروان مشر اقبال خېبر پرون د شنبې،خالي په ورځ د خبري کنفرانس پرمهال ویلي ؤ،له هلمند څخه په پلي مزل کابل ته ورسېدو او افغان ولسمشر د سولې وړاندیز په منلو سره په یو اړخیزه توګه دیوې میاشتنې اوربند ولس ته ډالۍ کړو خو طالبانو یې د اوربند غځیدو او د سولې د خبرو غوښتنه رد کړه.

د سولې د کاروان مشرانو او استازو ویلي دوی ځکه د يوناما د دفتر مخې ته احتجاجي ناسته کوي چې د دغه ادارې نه پوښتنه وکړي په افغانستان کې يې د سولې او ثبات دپاره څه کړي دي.

خېبر ویلي د ملګرو ملتونو د دفتر وروستو به دوی د پاکستان، ایران، روس او امریکا د سفارتخانو مخې ته احتجاجي ناستې کوي.

د سولې د کاروان مشرانو ويلي دوی به د دغو هېوادونو د سفارتخانو مخې ته درې ورځې احتجاجي ناستې کوي، او په دغه مهال به دوی هڅه کوي چې په دغو هېوادونو کې هم مظاهرې راجوړې کړي.

دوی ويلي په دغو هېوادونو کې د احتجاجي مظاهرو مقصد يې د خلکو سره اړيکې جوړول دي او دوی هيله لري چې دغه خلک به د خپلو حکومتونو نه پوښتنه وکړي چې ولې افغانان د دوی د سفارتخانو مخې ته احتجاجي مظاهرې کوي.

خېبر ویلي سره له دې چې په طالبانو او افغان حکومت کې ځیني پردۍ کړۍ شته چې د افغانستان د جګړې پای نه غواړي خو د افغانستان حکومت خپله خپلواکۍ دسولې ولسي حرکت د غوښتنو پر وړاندې ثابته کړه.

XS
SM
MD
LG