لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نور ولي محسود د طالبانو د مشر په حېث ټاکنې ته څيړونکي په څه نظر ګوري؟


د طالبانو د نوي مشر نور ولي محسود د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشر ټاکلو په اړوند څيړونکي وايي د طالبانو د مشرۍ محسودو قبيلې ته تلو سره ښايي دا ډله په محسودو کې بيا پياوړې شي، خو ځینې وايي دا ډله په خپله د ځينې چېلنجونو سره هم مخ کېدی شي.

ټي ټي پي د خالي، شنبې په ورځ يو بيان جاري کړی چې پکې ويل شوي د ډلې شورا د ملا فضل الله د وژنې وروستو نور ولي محسود چې د ابومنصور عاصم په نوم يادی دی، د ټي ټي پي مشر او مفتي مزاحم يې د هغه مرستيال ټاکلی دی.

ويل شوي نور ولي محسود د جنوبي وزيرستان په تیارزه تحصيل کې په کال ۱۹۷۸م کې زېږېدلی او هغه د پاکستان په فېصل اباد، ګوجرانواله او کراچۍ ښارونو کې په ديني مدرسو کې زده کړې کړي دي.

د دفاعي چارو څيړنکار بريګيډيئر(ر) سيدنزير وايي د نور ولي محسود د ټي ټي پي د مشرۍ سره ښايي دغه ډله د فضل الله په مقابله کې نوره پیاوړې شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "کله چې فضل الله مشر شو او د هغه تعلق د سوات سره ؤ نو په دوی ځانله ډلې جوړې شوې او څه خلک ترې خفه شو خو دې ځل د ټي ټي پي مشري بيرته د ټي ټي پي جوړؤنکو طرفته لاړه".

هغه وويل ښايي چې د نور ولي په مشرۍ کې بيلې ډلې جوړې نه شي څنګه چې د فضل الله په وخت کې جوړ شوي وو.

د نور ولي محسود نه وړاندې بېت الله محسود او حکيم الله محسود هم په وزیرستان کې د محسودو قبيلې څخه د ټي ټي پي مشران پاتې شوي دي.

څيړنکار مشتاق یوسفزی وايي ښايي د نور ولي محسود د مشرۍ سره ټي ټي پي پياوړې شي خو د دې ترڅنګ دغه ډله په خپله د ځينو چېلنجونو سره مخ کېدی شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د مولانا فضل الله په وخت کې په ملاکنډ او په خاصه توګه سوات او بيا بونېر او دير علاقو کې هلته په بریدونو کې سېوا والی راغلی ؤ او د ملک نورې برخې لږې پُرامنه وې اوس داسې ښکاري چې نورې علاقې به په ارام وي او د طالبانو زیاته توجه به په خپلو علاقو وزيرستان باندې وي".

نوموړي وويل له دې وروستو طالبان د مشکلاتو سره مخ کېدی شي خو دا د پاکستان، افغانستان او امریکا په اړيکو اډاڼه لري.

"که چرته د پاکستان، افغانستان او امريکې تعلقات ښه کيږي نو هغه طالبان چې په افغانستان کې دي د هغو مشکلات به سېوا کیږي او دغه شان بيا افغانان طالبان چې په پاکستان کې دي يا د پاکستان سره يې تعلق دی د هغوی مشکلات به هم سېوا کيږي".

ملا فضل الله د کال ۲۰۱۳م د نومبر په مياشت کې د طالبانو د هغه وخت مشر حکيم الله محسود د وژل کېدو وروستو د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوی ؤ.

افغانستان او پاکستان پخلی کړی چې ملا فضل الله د روانې میاشتې په ۱۳م نېټه د افغانستان د کونړ په ولايت کې په ډرون بريد کې سره د څلور مهموکمانډرانو وژل شوی ؤ.

د پاکستان پوځ ويلي ؤ فضل الله د کال ۲۰۰۹م نه په افغانستان کې پټ ؤ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د فضل الله په سر د پينځه ملينه ډالرو انعام هم مقرر کړی ؤ.

د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په میاشت کې پېښور کې په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد چې پکې نزدې ۱۵۰ کسان وژل شوي او زياتره یې ماشومان ؤ د دغه خونړي ترهګر بريد زمه واري د فضل الله په مشرۍ ټي ټي پي منلې وه.

د فضل الله په مشرۍ ټي ټي پي د ملک په بېلابيلو برخو کې د يو شمېر نورو ترهګرو بريدونو زمه وارۍ هم منلې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG