لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د ښځو دپاره ځانله پولينګ سټېشنې جوړېدل کاميابي ده، شاد بېګم


د خېبر پښتونخوا په کوز دير ضلع کې ضلعي الېکشن کمشنر ويلي په ضلع کې د ښځو دپاره ځانله ۸۱ پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوي دي.

خو د کوز دير سره تعلق لرونکې د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې فعاله شاد بېګم وايي دوی ته د ترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه په ضلع کې ټولې ۵۴۹ پولينګ سټېشنې دي چې پکې ۱۲۳ يواځې د سړو، ۳۱۱ د سړو او ښځو شريکې او ۱۱۵ يواځې د ښځو دپاره جوړې کړی شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغې وويل که څه هم د ښځو دپاره د دغو ځانله پولينګ سټېشنو شمېره کمه ده ځکه چې د هغې په وېنا په ضلع کې يواځې د دوه نيم لاکو نه زيات د ښځو رجسټرډ ووټونه دي خو هغه وايي بيا هم دا دوی کاميابي ده چې د ښځو دپاره ځانله پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوې.

د ټاکنو ضلعي چارواکي ويلي په علاقه کې د دغو پولينګ سټېشنو مقصد ښځو ته زمينه برابرول دي چې دوی د ووټ خپل حق وکاروي.

د دولتي ميډيا ترمخه نورسعيد خان خټک چې د ضلعې د ټاکنو مشر دی هغه ويلي په ضلع کې دوه د قامي او پينځه د صوبايي اسمبلۍ چوکۍ دي.

هغه ويلي ټولې سياسي پارټۍ فعاله دي او ښځې هڅوي چې په ووټونو کې برخه واخلي.

شاد بېګم وايي د ښځو دپاره ځانله پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوې خو اوس چارواکو او ځايي سياسي مشرانو له پکار ده چې خلک په دغو پولينګ سټېشنو خبر کړي او ښځو ته اسانتياوې جوړې کړي چې د ووټ حق په سمې طريقې سره وکاروي.

هغې وويل د دوی دپاره د خوشحالۍ بله خبره دا ده چې که په کومه حلقه کې د لس فيصدو نه کمو ښځو رايې وکارولې الېکشن کمېشن ویلي هلته به بيا ووټونه کیږي.

هغې وويل اوس نه يواځې سياسي بلکې مذهبي سياسي ګوندونه په خپله لګيا دي چې زيات ووټونه ترلاسه کړي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د ټاکنو کمېشن د روان کال فرورۍ په مياشت کې په کوهاټ، بنو، لکي مروت، سوات، شانګله، بونېر او کوز دير ضلعو کې په هغو پولينګ سټېشنو د ولسوالۍ انتخابات بيا کړي وو په کومو باندې چې ښځو رايې نه وې کارولې.

د شاد بېګم په وېنا په کوز دیر کې د ښځو د ووټ نه کارولو په علتونو کې يو مهم علت دا ؤ چې د ښځو دپاره ځانله پولينګ سټېشنې نه وې او په دغه ټولنه کې د کلتور له سببه د ښځو او سړو ګډ پولينګ سټېشن سمون نه خوري.

په کوز دير ضلع په کال ۲۰۱۵م کې د جماعت اسلامي ګوند د مشر سراج الحق د سېنېټر جوړېدو وروستو د هغه په حلقه پي ـ کی ۹۵ باندې د ضمني انتخاباتو په مهال سياسي ګوندونو د يوې لوظنامې لاندې په ښځو د ووټ نه ورکولو بندېز لګولی ؤ.

شاد بېګم وايي الېکشن کمېشن او په ځانګړي ډول بايد سياسي ګوندونه د ښځو د رايو ورکولو په لړ کې خپل رول ولوبوي ښځې د ووټ په ارزښت خبر کړي او هغوی ته زمينه برابره کړي تر څو په دغه مهم کار کې پوره برخه واخلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG