اسلام اباد هاييکورټ د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر او د دفاع سيکرټري د شورو په ورځ غوښتي چې پوښتنه ترې وکړي ولې د ايي اېس ايي د دفتر سره مخې ته جوخت سړک نه دی پرانستل شوی.
د اسلام اباد د سترې محکمې مشر قاضي جسټس شوکت عزيز صديقي نن د جمعې په ورځ په پلازمينه اسلام اباد کې د امنيت په موخه د تړل شوؤ سړکونو په اړوند اورېدنه کړې ده.
د اسلام اباد د ابپارې سره نزدې په خیابان سهروردي سړک باندې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مرکزي دفتر دی او دغه سړک د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف په وخت کې د دوه کلوميټره پورې د امنيت په موخه تړل شوی ؤ.
تېره اوونۍ د اسلام اباد هاييکورټ په يوه اوونۍ کې د دغه سړک پرانستو امر کړی ؤ.
د وي او ای اردو د رپوټ ترمخه په اورېدنه کې مرستیال څارنوال د قضيې د حساسيت په اړوند ويلي خو نوموړي جج ويلي هغه په هر څه خبر دی، ابپاره سړک به په هر صورت کې پرانستل کيږي قانون به عملي کولی شي.
څارنوال ویلي د سړک پرانستل يې په واک کې نه دي له دغې وروستو جسټس شوکت صديقي ویلي چې په واک کې دې نه ده د ايي اېس ايي مشر او سيکرټري دفاع رابلو.
عدالت د شورو، چهارشنبې په ورځ د ايي اېس ايي مشر او د دفاع سيکرټري ته په خپله عدالت ته د حاضرېدو امر کړی او ويلي يې دي اورېدنه به په خلاص عدالت کې کولی شي.