لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ راؤ انوار ته د سزا ورکولو دپاره د احتجاجونو اعلان کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پشتين اعلان کړی د نقیب الله مسيد په وژنه تورن بندي پوليس افسر راؤ ته د سزا ورکولو دپاره به سبا د اتوار، دوشنبې په ورځ په ټول پاکستان کې احتجاجونه کولی شي.

منظور پشتين په سوشل ميډيا اعلان کړی "د جولايۍ په دوېمه نېټه د راؤ انوار پيشي ده د جولايۍ په لومړۍ نېټه به د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د پرېس کلبونو مخې ته پي ټي اېم احتجاج ريکارډ کوي چې څو پورې راؤ انوار په دار نه وي ځړول شوی د هغې پورې دې د اډياله زندان په قصوري چکۍ کې بند کړی شي".

هغه ويلي په دوېمه جولايۍ به په کراچۍ کې پي ټي اېم په دغه اړوند احتجاج کوي او نوموړي د راؤ انوار پرضد د احتجاجي مظاهرو دپاره غږ کړی چې کمپاين دې پېل کړی شي.

بل لور ته د سندهـ صوبې سترې محکمې (هاييکورټ) د راؤ انوار د کور په زندان ګرځولو ځواب غوښتی چې د ګل په ورځ (دوېمه جولايۍ) دې عدالت ته په دغه اړوند تفصيلي ځواب ورکړی شي.

د هاييکورټ د قاضي جسټس سيد حسن اظهر رضوي په مشرۍ دوه کسيزه بنچ د جمعې په ورځ د هغه خواست اورېدنه کړې چې پکې عدالت ته ويل شوي وو راؤ انوار دې زندان ته ولېږل شي.

د راؤ انوار د وکيل عدالت ته په نه حاضرېدو عدالت د غصې څرګندونه کړې او په دوېمه جولايۍ يې عدالت ته غوښتی دی.

عدالت ته خواست شوی چې په ۲۱م اپرېل کله عدالت راؤ انوار په جوډيشل ريمانډ جېل ته د لېږلو امر وکړو، د صوبې داخله محکمې د هغه کور سب جېل وګرځولو او هغه يې خپل کور ته ولېږلو.

سرکاري وکيل عدالت ته ویلي راؤ انوار ته د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو نه خطره ده، عدالت ویلي راؤ انوار د خطرې په اړوند کله خواست نه دی کړی او عدالت په هر څه پوهيږي.

د نقيب مسيد د کورنۍ غړو او خپلوانو د عدالت نه بهر احتجاج کړی او غوښتنه يې کړې چې د سلګونو خلکو د قاتل سره ولې د يو مهم شخصيت په څېر د قدر وړ چلند کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG