لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو نورې درې میاشتې ورکړل شوې


واشنګټن ـــ په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده نن د جون په دېرشمه نېټه پای ته رسېدونکې وو، خو د هېواد مرکزي کابینې د خالي- شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د کډوالو موده د درو میاشتو لپاره و غزوله.

په روان کال کې دا څلورم ځل دی چې پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده زیاتوي. تر دې وړاندې لومړی یواځې د جنورۍ میاشت، بیا د دوو میاشتو، درېیم ځل د درو میاشتو او څلورم ځل بیا د درو میاشتو لپاره د هغوی د استوګنې موده وغزول شوه.

د افغان کډوالو په اړه غونډه د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم ناصر الملک په مشرۍ په اسلام اباد کې شوې او پکې ویل شوي چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو ستونځه باید د راتلونکي حکومت تر جوړېدو مخکې حل شي.

د کډوالو د خیرښېګړې لپاره کارکوونکې یوې نړیوالې ادارې (اېشیا پېسیفیک رفیوجي رایټس) په وروستیو کې پر پاکستان ږغ کړی وو، چې د افغان کډوالو د رجسټرېشن کارډونو موده دې تر اوږدې مودې و غزوي.

د یو این ایچ سي آر په ملاتړ په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني مرستو لپاره د یوې شخصي ادارې مشر وکیل لیاقت بنوري هم پر پاکستاني حکومت نیوکه کوي او وایي د دغې لنډمهالې تګلارې له امله نړیواله ټولنه هم د کډوالو لپاره د مالي پانګې په جاري کولو کې د ګنګسۍ ښکار کېږي، چې وایي زیان یې ټول کډوالو ته رسېږي:

"د افغان کډوالو لپاره چې په نړۍ کې څه پالیسۍ هم جوړېږي هغه د میاشتې دوو میاشتو لپاره نه وي د کال په حساب جوړېږي. موږ چې تېر کال په دې اړه کومه پالیسي خپله کړې وه هغه تر ۲۰۲۲م کال پورې ده، که دوی پر یوه ځای د کډوالو موده درې څلور کاله وغزوي، د کډوالو د تحفظ ستونځه به هم ختم شي، د پاکستان د سرچینو تخصیص به هم زیات شي او پر پاکستان به د نړیوالې ټولنې باور هم بحال شي".

پاکستان په وروستیو کې دعوه کړې چې د افغان کډوالو له کېمپونو څخه ترهګر ګټه اخلي، ځکه نو دوی غواړي چې افغان کډوال ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي، خو د پښتنو ملتپال ګوندونه تور لګوي چې پاکستان د افغان کډوالو موضوع د سیاسي ګټو لپاره کاروي او کله یې چې له افغانستان سره اړیکې خرابې وي نو افغان کډوال ځوروي.

یو این ایچ سي آر وایي په پاکستان کې دا مهال شاوخوا دیارلس لکه هغه افغان کډوال په رسمي توګه ژوند کوي چې د مهاجرت (پي او آر) کارډونه لري، خو وایي شاوخوا لس لکه نور افغانان هم په پاکستان کې ژوند کوي چې له دوی سره د کډوالو په توګه رجسټر نه دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د رسمي شمېر له مخې په تېر ۲۰۱۷م کال کې له پاکستانه یو لک پینځوس زره (۱۵۰۰۰۰) افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دا شمېر تر تېرو کلونو ډېر کم ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG