لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حېدر هوتي او د هغه د سيال عاطف خان شتمنۍ څومره دي؟


امير حېدر خان هوتي او عاطف خان
امير حېدر خان هوتي او عاطف خان

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر امیرحېدر خان هوتي سره ټولې شتمنۍ د ۵۱ کروړه ۳۷ لاکه روپو دي، د مردان نه د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن ای ۲۱ باندې د نوموړي په مقابله کې د پاکستان تحريک انصاف عاطف خان د دوه کروړه او ۷۷ لاکه روپو شتمنۍ لري.

امير حېدر خان هوتي د کال ۲۰۰۸م نه تر ۲۰۱۳م پورې د خېبرپښتونخوا صوبې اعلا وزير پاتې شوی او عاطف خان د پاکستان تحريک انصاف په تېر حکومت کې د تعليم وزير ؤ.

د حېدر هوتي په شتمنيو کې د اووه نيم کروړه روپو يو کور، د هغه په نوم د ۴۲ کروړه او ۲۰لاکه روپو د کرکيلي ځمکه ده.

د نوموړي د مېرمن ټول جايداد او شتمنۍ د ۵۲ کروړه او ۸۲ لاکه روپو دي.

هوتي په دوه سي اېن جي سټېشنو کې برخه لري او دوه کرولا ګاډي لري چې ۴۲ لاکه روپۍ قيمت لري. د هغه سره ۱۲۰ تولې سره زر دي.

د نوموړی په بېنک کې په خپل نوم لاس لاکه ۲۳ زره روپۍ او د مېرمن په نوم يې ۸۴ لاکه او ۱۸ زره روپۍ دي.

په هغه باندې هيڅ قسمه قرضې نشته او په کفالت کې يې ښځه، دوه زامن او يوه لُور ده.

د هغه په کال ۲۰۱۷م کې امدن ۱۹ لاکه ۸۰ زره او ټېکس يې يو لاک ۴۸ زره روپۍ، او يولاک ۸۰ زره روپۍ ټېکس يې د کرکيلي په امدن جمع کړی دی.

بل لور ته د عاطف خان سره د دوه کروړه ، ۷۷ لاکه روپو ټولې شمتنۍ دي چې پکې ۶۹ کناله ځمکه لري.

نوموړی د ۴۲ لاکه روپو د دوايانو په کمپنۍ کې برخه لري، او هغه په بېنک يو نيم کروړ روپۍ او د ۱۳ لاکه روپو دوه ګاډي لري هغه سره د دوه نيم لاکه روپو فرنېچر او ۲۵ لاکه ۳۹ پرې قرض دي.

عاطف خان په کال ۲۰۱۷م کې ۴۹ لاکه ۸۳ زره روپۍ د تنخواه د لارې امدن ترلاسه کړی او شپږ لاکه ۶۴ زره روپۍ ټېکس یې جمع کړی دی.

په ياده حلقه د متحده مجلس عمل (اېم اېم ای) مولانا شجاع الملک هم کانديد دی. د هغه په شتمنيو کې د دوه کروړه روپو ګډ جايداد او د لس نيم لاکه روپو ګاډی لري. د هغه سره د پينځه لاکه روپو سره زر دي.

د مردان نه د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن ای ۲۱ باندې په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د حېدر هوتي، عاطف خان او شجاع الملک سره ټول شپږ کانديدان په مېدان کې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG