لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او هند په جلال اباد کې په سيکانو ځانمرګی بريد په سخته غندلی


پاکستان او هند پرون د شنبې، اتوار په ورځ په جلال اباد کې په سيکانو بريد په کلکه غندلی دی.

د جلال اباد ښار پرونی بريد د مخابراتو په چوک کې شوی او ډیره مرګ ژوبله يې افغان سیکانو ته اوښتې وه.

د ننګرهار چارواکو ويلي په دغه بريد کې په وژل شوؤ ۱۹ کسانو کې ۱۷ سيکان وو.

په بريد کې ۲۰ نور کسان ژوبل شوي او په هغو کې هم اووه تنه سيکان وو.

په ياد بريد کې د ننګرهار د سيکانو مذهبي مشر او د ولسي جرګې دپاره د سيکانو کانديد اوتار سينګ خالصه هم وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل په ټويټر ليکلي، پاکستان په سختو ټکو کې د اتوار په ورځ په جلال اباد کې ترهګر بريد غندي په کوم کې چې عام خلک وژل شوي دي.

پاکستان په دغه بشري تاوان د خفګان څرګندونه کړې او په بريد کې د وژل شوؤ او ژوبلو کورنيو سره یې د خواخوږۍ اظهار کړی دی.

په کابل کې د هند سفارتخانې هم د جلال اباد د ځانمرګي برید په کلکه غندنه کړې ده.

په جلال اباد کې پرون دغه ځانمرګی بريد په داسې حال کې شوی چې افغان ولسمشر اشرف غني د دغه ولايت سفر کړی ؤ.

د ټېرر مانيټرنګ په نوم ټويټر اکاؤنټ ليکلي، داعش خراسان د جلال اباد د ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده.

داعش په بريد کې د ۶۰ کسانو د وژنې ادعا کړې ده.

داعش له دې وړاندې هم په افغانستان کې پرله پسې د ځانمرګو بريدونو سره د خلکو نه د سرونو غوڅولو زمه وارۍ قبولې کړي دي.

داعش د وړوکي اختر په موقع په ننګرهار کې د دوه ځانمرګو بريدونو زمه وارۍ منلې وې په کومو چې نزدې ۵۰ تنه وژل شوي او د ۱۳۰ نه زيات ژوبل شوي وو.

افغان چارواکي مني چې د افغانستان په ننګرهار، کونړ، نورستان او جوزجان ولايتونو کې نزدې دوه زره داعشيان موجود دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG