لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملا یاسر او ملا راډیو تر وژل کېدو وروسته د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ په امن خبرې شوي


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې د روانو هلو ځلو په اړه خبرې کړي.

عمر زاخیلوال په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي چې دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې او پیوستون په برخه کې د افغانستان او پاکستان په ګډ کاري پلان باندې خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې دغه لیدنه نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ شوېده چې پکې په افغانستان او سیمه کې د امنیتي حالاتو په اړه بحث وشو.

د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ دغه لیدنه په داسې حال کې شوېده چې افغان ولسمشر اشرف غني تر دې وړاندې له پاکستان څخه په کلکه غوښتي وو چې خپلې خبرې او ژمنې دې عملي کړي.

افغان حکومت د پاکستان د مهمو غوښتنو په لړ کې د پاکستاني طالبانو یو بل مشر چې ملا یاسر نومېده هم په کونړ کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ډرون په یو برید کې وژلی دی.

ملا یاسر د پاکستاني طالبانو د وژل شوي مشر ملا فضل الله چې د ملا راډیو په نامه هم یوخت پېژندل کېده نږدې ملګری وو.

خو افغان حکومت او امریکا تل ویلي دي چې پاکستان ترهګرو ته پټنځي ورکړي، د طالبانو د پېښور او کوټې شوراګانې په ښکاره فعالیت کوي او د طالبانو او نورو ترهګرو مشران په رڼا ورځ سرې سترګې د پاکستان په ښارونو کې ګرځي.

د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د اړیکو د خرابوالي یو دلیل هم دا دی.

که څه هم پاکستان پر طالبانو بشپړ اغیز او تاثیر لري خو لا تر اوسه هم طالبان د سولې د خبرو ته نه دي هڅول شوي.

طالبانو د افغان حکومت لخوا د یو اړخیز اوربند په ځواب کې یواځې د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ خو تر هغې وروسته که څه هم افغان حکومت خپل اوربند لس ورځې و غځولو خو طالبانو نه یواځې اوربند اوږد نه کړ بلکه د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې یې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه پیل کړل.

ولسمشر اشرف غني دا هم ویلي وو، چې کچېرې د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخندزاده په هر ځای کې د سولې خبرو ته حاضر وي نو دوی چمتو دي چې ورسره خبرې وکړي.

بل پلو په یو نوي خبر کې راغلي دي چې د افغانستان د سولې عالي شورا نن هیله څرگنده کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه د سولې خبرې به په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.

د سولې د شورا سکرتر اکر خپلواک د شورو یا چهارشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې له طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو پیل ته، شرایط برابر شوي او لارې چارې یې هم سنجول شوي دي.

خو ښاغلي خپلواک دا جزییات ورنه کړل چې د طالبانو سره د دغو مذاکراتو تابیا چېرته نیول شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG