لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا پاکستان څخه د افغان طالبانو په ضد غوڅ ګامونه غوښتي


سویلي ایشیاء دپاره دامريکا دبهرنو چارو مرستيالې وزیرې ايلس ويلز دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ داوسني اوربند څخه وروستو دپاکستان په پينډۍ ښار کې ددغه هيواد دمشر جنرال قمر جاويد باجوه سره افغانستان کې دامنيت دټينګښت په معامله ليدنه کړې ده.
دغه لوړ پوړې امریکايي‌ ډپلوماټې يوځل بيا په پاکستان له دې امله نيوکه کړې چې دغه هيواد پخپله خاوره دفعاله بيلا بيلو ترهه ګرو ډلو په ضد دعملياتو شوې ژمنې نه عملي کوي.
ايلس ويلز دزيارت په ورځ دامريکا دبهرنیو چارو محکمه کې د یو ګردي میز تر شا د خبریالانو یوې ډلې سره دپاکستان پوځي مشر جنرال قمر باجوه سره دخپلې شوې لیدنې په اړوند خبرې اترې کړي دي.
میرمن ويلز دګاونډي هيواد افغانستان سره دپاکستان ددوه اړخيزه اړيکو دښه کولو لپاره دشوو هلو ځلو ستاينه کړې خو ددې ترڅنګ يې په دې خبره هم ټينګار کړى چې پاکستان دې دافغان طالبانو په ضد کوټلي او غوڅ ګامونه واخلي.
هغې ويلي"مونږ چې دکوم څه هيله لرو هغه دطالبانو دمشرتابه مذاکراتو ته دراوستو لپاره کوټلي او قانع کوونکي ګامونه دي او دا دکوټلو او غوڅو ګامونو نيشتوالى دی چې له امله یې ولسمشر(ټرمپ) په جنورۍ کې پاکستان ته دپوځي مرستو ورکول ځنډولي وؤ"
تير کال دسویلي ایشیاء په اړه دخپلې نوې تګلارې داعلانولو په مهال امريکايي ولسمشر ډانلد ټرمپ پاکستان کې دترهګرو دخوندي ځالو په ضد دنورو ګامونو اخستو دپاره دغه هیواد ته خبرداری ورکړی ؤ.
امريکايي ولسمشر سږکال دپاکستان په اړه پخپل لمړي ټويټر پيغام کې ويلي وو چې "امريکا په نادانۍ کې پاکستان ته په تيرو پينځلسو کلونو کې ددرې ديرش اربه ډالرو څخه زياتې مرستې ورکړي،خو هغوي ددې په ځواب کې مونږ ته دروغ او دهوکه راکړې ده،او زمونږ مشران يې نادانان ګڼلي، هغوي هاغو ترهه ګرو ته خوندي ځاله ورکړې چې مونږ ورپسې په افغانستان کې لګیدلي یو"
پاکستان په ظاهري توګه طالبانو سره دخبرو اترو په اړه دافغانستان دهلو ځلو ملاتړ کړى.
خو دپاکستان او افغانستان داوسني سفر په مهال دايلس ويلز ددې غوښتنې په ځواب کې چې پاکستان دې مذاکراتو ته دافغان طالبانو دراوستو لپاره په هغوي فشار راوړي، دپاکستان دخارجه دفتر وياند محمد فيصل ويلي چې يواځې اسلام اباد دمذاکراتو ميز ته دطالبانو دراوستو ذمه وار نه دى.
یو ورځ وړاندې هغه ويلي وو" مونږ دا خبره تکراروو چې په افغانستان کې به ټولو خواو ته دا ذمه واري په ګډه ترسره کول وي او پاکستان دخپلې برخې دکردار ادا کولو لپاره چمتو دى"
پاکستان وايي چې اوس په طالبانو هاغه شان اثرورسوخ نه لري لکه څنګه چې يې په يو وخت کې په افغان طالبانو لرلو، ځکه چې طالبان اوس په افغانستان کې په زياتره سیمه واک لري او ددغه ځايې څخه فعاليتونه ترسره کوي، خو بيا کابل او واشنګټن داسلام اباد دغه دعوې ردوي.
په پاکستان کې دافغان طالبانو دمشرتابه شوراګانو ته په اشارې کولو سره ايلس ويلز ويلي "" دا بيخي په ډاګه ده چې دګټورو سياسي خبرو اترو په مخه کې ترټولو لويې خنډ دطالبانو مشرتابه دى چې په هغوي کې زياتره دافغانستان څخه بهر ميشته دي او دغسې هغوي دبهرنو ځواکونو او افغان ملي اردو له فشار څخه لرې دي.
ويلز ويلي چې دولسمشر ډانلډ ټرمپ تګلاره په جنوبي اسيا کې ګټوره ثابتیږي او په سيمه کې يې فرق راوستى

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG