لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوازشریف ته احتساب عدالت لس او لور ته یې اووه کاله د بند سزا واوروله


دپاکستان د احتساب محکمې ددغه هیواد پخواني وزیراعظم اؤ د مسلم لیګ ګوند مشر میا نوازشریف ته د لسو کالو دبند، دهغه لور ته د اووه کالو د بند اؤ زوم ته د یو کال بند سزا اورؤلې ده.

ددې ترڅنګ په نوازشریف د اتوؤ میلینو پونډونو اؤ دهغه په لور د دوه میلینو پونډونو جرمانه هم لګولې ده .

محکمې په لندن کې د نوازشریف د کورنۍ دفلیټونو د ضبط کولو امر هم کړی دی.

مسلم لیګ نون ګوند دغه عدالتي پریکړه رد کړې ده اؤ ویلي یې دي چې د نوازشریف په ضد مقدمه کې هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړل شوی ځکه نو دا پریکړه به بې انصافۍ اداڼه ده.

دغه پریکړه دجمعې په ماذیګر د احتساب عدالت قاضي محمد بشیر په داسې حال کې اورولې چې د احتساب دمحکمې د ودانۍ ترڅنګ په سوونو پولیس اؤ د رینجرز ځواکونه ودرؤل شوي وؤ اؤ دمحکمې په لوري غځیدلې ټولې لارې تړل شوې وې.

دمحکمې لخوا د پریکړې اورؤلو ښودل شوي وختونه پرله پسې پینځه کرته بدل شول ، لمړی ددغه پریکړې اورؤلو دپاره غرمه دولس نیمې بجې وخت ورکړل شوی ؤ، بیا دغه وخت دوه نیمو بجو ته ، ورپسې دریو، بیا درې نیمو اؤ په وروستي ځل څلور نیمو بجو ته وغځول شو.

دمحکمې قاضي دغه پریکړه د بندو دروازو تر شا اورولې چې وروسته تفصیلات د نیب استازي مظفرعباسي میډیا ته اورؤلې ده.

نوازشریف ، دهغه لور اؤ زوم ته دقانون له مخې حق ترلاسه دی چې ددې سزا ګانو په ضد دهیواد اعلی محکمو ته اپیل وکړي .

دنوازشریف کورنۍ څه وایي ؟

له پریکړې اورؤل کیدو سمدستي وروسته د نوازشریف ورور اؤ دمسلم لیګ نون ګوند مشر میا شهباز شریف یو بیړني مبطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې دا احتساب عدالت دا پریکړه رد کړه اؤ ویې ویل دا فیصله به تاریخ کې په تورو ټکو لیکل کیږي

هغه وویل د نوازشریف په ضد چې کومه مقدمه روانه وه هغه په بدنیتۍ جوړه شوې وه اؤ د نوازشریف یا دهغه د لور په ضد هیڅ ثبوت نه دی ورکړل شوی.

د نوازشریف لور مریم نواز په ټویټر لیکلي چې نوازشریف د زندان اؤ قیدونو څخه نه تیریږي اؤ اصل پریکړه به اولس راتلونکو ټولټاکنو کې په ۲۶مه جولایي اوروي.

کله چې نن سحر محکمه کې د دوسیې اوریدنه پیل شوه نو دپخواني وزیراعظم نوازشریف د میرمنې کلثوم نواز د ناروغتیا کاغذونه محکمې ته وړاندې کړی شول چې د لندن په یو روغتون کې دکینسر د ناروغۍ له امله د مرګ اؤ ژوند په کشمکش کې پرته ده .

د مریم نواز اؤ کیپټن صفدر وکیل امجد پرویز محکمې ته وویل چې د کلثوم نواز حالت د اندېښنې وړ دی اؤ ډاکټران وایي چې تر راتلونکو ۴۸ؤ ساعتونو دهغې د کورنۍ غړي باید دهغې ترڅنګ پاتې شي ځکه نو محکمه باید خپله پرېکړه د څو ورځو دپاره وځنډوي خو دنیب قانوني استازي مظفر عباسي د پرېکړې ځنډؤلو د خواست مخالفت وکړو.

داحتساب محکمې قاضي دپریکړې ځنډؤلو په اړوند د نوازشریف دکورنۍ خواست رد کړو اؤ د یو څه دمې وروسته یې خپله پریکړه واورؤله.

له دې وړاندې نوازشریف هم د محکمې نه غوښتنه کړې وه چې هغه دخپلې میرمنې د ناروغتیا له امله په سمدستي ډول پاکستان ته نه شي ستنیدلی ځکه نو محکمه دې د ایون فیلد دوسیې په اړوند خپله پرېکړه تر څو ورځو وځنډوي.

نوازشریف ،دهغه لور مریم نواز اؤ زامن حسن نواز اؤ حسین نواز دا مهال په لندن کې د دنوازشریف دناروغه میرمنې کلثوم نواز سره دي.

د ایون فیلډ دوسیې شا لید

پروسکال په ۲۸م جولایي د پاکستان سترې محکمې د پاناما پیپرز دوسیه کې نوازشریف نااهله ګرځولی ؤ چې دنااهلۍ دپریکړې سره سم هغه د وزیراعظم له څوکۍ هم لاسونه وینځلي وؤ.

سترې محکمې پخپله دغه پریکړه کې دحساب کتاب ملي ادارې یانیب ته امر کړی ؤ چې د نوازشریف،د هغه د زامنو حسن نواز اؤ حسین نواز، لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن(ر) محمد صفدر په ضد داحتساب محکمې ته عریضې وکړي اؤ ددغو عریضو په اړوند پریکړه هم په شپږو میاشتو کې وارول شي خو داحتساب محکمې په غوښتنه وروستو سترې محکمې د پریکړې اورؤلو موده تر دوؤ میاشتو غځولې وه.

دسترې محکمې له دغې پریکړې وروسته نیب په نوازشریف اؤ دهغه دبچو په ضد په اتم ستمبر ۲۰۱۷م موقتي عریضه کړې وه.

په نوازشریف اؤ دهغه په بچو درې مقدمې سورې دي چې هغې کې یوه د لندن د جائیداد ،دوهمه د العزیزیه استیل ملز اؤ دریمه د فلیګ شپ سرمایه ګزارۍ په اړوند ده.

نیب ایون دلندن د فلیټونو عریضه کې نوازشریف،مریم نواز،حسن نواز،حسین نواز اؤ کیپټن(ر) صفدر تورن ګرځولي وؤ.

د نوازشریف دواړه زامن حسن اؤ حسین په دغه مقدمه کې د احتساب محکمې لخوا مفروران ګرځول شوي دي.

په مریم نواز اؤ دهغې په مېړه تیرکال په ۱۹م اکتوبر فرد جرم لګول شوی ؤ اؤ په نوازشریف فرد جرم دهغه غیرموجودګۍ کې دهغه د وکیل ظافر خان له لارې لګول شوی ؤ .

دغه مقدمه کې پخوانی وزیراعظم نوازشریف تیرکال په نهم اکتوبر په وړومبي ځل د احتساب محکمې ته وړاندې شوی ؤ.

په ۲۶اکتوبر د محکمې لخوا د نوازشریف په ضد د ضمانت وړ ورانټ وویستل شو اؤ په اتم نومبر۲۰۱۷ محکمه کې نیغ په نیغه په نوازشریف فرد جرم لګول شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG