لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: سبا به په ډېره اسماعیل خان کې د حیات پرېغل د نیول کېدو په ضد لاریون کوو


د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال غړی حیات پرېغل د جمعې په شپه د پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ښار په ظفراباد کالونۍ کې له خپل کوره وړل شوی چې لا تر اوسه بیرته خپل کور ته نه دی ستون شوی.

د دې تحریک مشر منظور پښتین نن د جمعې په ماځیګر وویل، حیات پرېغل په پخوانیو قبایلي سیمو کې د پوځ او طالبانو د ظلمونو په ضد تل ږغ پورته کاوه، خو وایي پوځ او استخباراتي ادارو دا تنقید نه شوای زغملای او هغه یې ونیو. پښتین د هغه د نیول کېدو په ضد د احتجاج ږغ وکړ:

"سبا په ۷م جولای په درې بجې به په ډېره اسماعیل خان کې له حق نواز پارک نه تر توپانواله چوک پورې لاریون وي، چې له لرې لرې سیمو به زرګونه خلک ورته راځي".

د حیات پرېغل مشر ورور ناصر خان د هغه تر تښتول کېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپره شوې ویډیو کې وایي، د امنیتي ادارو کسان یې د شپې شاوخوا یوولس بجې بې له اجازې کور ته ور ننوتل، د کور کسان یې ووهل او حیات پرېغل یې په زوره له ځانه سره یووړ:

"ښځې ورسره وې، پوځیان او پولیس وو، په ساده جامو کې- چې مخونه یې پټ کړي وو- راغلل حیات یې له کوره یووړ، د کور سامان لیپټاپونه شیان یې هم ورسره واخیستل، زما دعوه پر حکومت او ریاست باندې ده، که زما ورور ته څه تاوان ورسېد له حکومت، پوځ، ایم ای او ای ایس ای به یې پوښتنه کوو".

د پښتون ژغورنې ژغورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د پاکستان ریاست یوې خواته ورسره مذاکراتو کول غواړي او بلې خواته یې ملاتړي نیسي او تشدد ورباندې کوي. پښتین وایي ریاستي ادارو ته دا ډېره ښه موقع وه، چې پښتون ژغورنې غورځنګ را پورته کړې ستونځې یې حل کړې وای، خو وایي داسې ښکاري چې دوی دا موقع ضایع کوي.

د ډېره اسماعیل خان پولیس چارواکو د پرېغل له وړل کېدو بې خبري ښوولې، خو کورنۍ یې په ډېره ټاون مرکز کې د هغه د بې درکۍ په اړه پولیس تاڼې ته درخواست ورکړی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال بلال مسید وي.او.اې ډیوه ته وویل، تر اوسه حکومتي چارواکو دوی ته څه ځواب نه دی ویلی چې ملګری یې چا او چېرې وړی دی:

"په تاڼه کې مو خپل شکایت درج کړ، د شپې چې د پرېغل کور ته کوم کسان ورغلي وو، د پرېغل ورور راسره وو دا ټوله واقع مو پکې ولیکله، خو تر اوسه یې موږ ته څه ځواب نه دی راکړی".

پر ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویټر باندې د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالانو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د حیات پرېغل مرموزه تښتونه په کلکه غندلې او دا یې د جمهوریت او بشري حقونو خلاف کار ګڼلی دی. دوی ویلي چا چې د نورو لپاره د حق اواز پورته کاوه، هغه پخپله په غیرقانوني طریقه تښتول شوی دی.

حیات پرېغل د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی دی، خو کورنۍ یې له څه مودې راهیسې په ډېره اسماعیل خان کې ژوند کوي. نوموړي له پېښوره پوهنتونه د ایم بي اې ډګري اخیستې، چې په عربي اماراتو کې یې مزدوري کوله او په وروستیو کې پاکستان ته ستون شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG