لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرهت الله بابر: د ټاکنو په اړه لا له مخکې پراخه درغلي شوېده


 Farhatullah-Babar
Farhatullah-Babar

د پاکستان د پیپلز پارټۍ پخواني سنېټر فرهت الله بابر ادعا کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې وار له مخکې درغلۍ شوې ده اوس چې د ټاکنو په نامه څه پاتې دي هغه یواځې د ټاکنو د رسمیاتو پوره کېدل دي.

بابر زیاته کړه، د ټاکنو په اړه قوانینو کې داسې بدلونونه رامنځ ته شوي چې هم له ټاکنو مخکې او هم په ټاکنو کې درغلیو ته لار هواروي.

(له سترګو پټ سیاسي انجینیران د یو ویشتلي پارلمان د جوړېدو په لټه کې دي.)

ده زیاته کړه یو خاموشه کودتا ترسره شوې چې په تېر وختونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

(ددغې کودتا له مخې ملکي حکومت شته خو واک نه لري. رسنۍ یا مطبوعات شته خو ازادي نه لري. د ټاکنو کاندیدان شته خو ازادي نه لري او رایه ورکونکي یا وټران شته خو د رایه ورکول حق به نه لري.)

د ټاکنو د څارونکو په اړه ده وویل، چې د څارونکو مخه نه ده نیول شوې خو بې زړه کړای شوي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، بابر دغه خبرې د ټاکنو د لارښود (کتاب) په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته د خپلې وینا پر وخت وکړې.

دغه غونډه د ډیماکراسي ریپورټینګ انټرنیشنل په نامه د یوې انجیو او د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې په مرسته په یو سیمیز هوټل کې جوړه شوې وه.

د یادې ادارې استازي جاوید مالک وویل، دغه لارښود یې د هغو پرمختګونو په رڼا کې جوړ کړی کوم چې د ټاکنو د حقوقي اړخ په اړه رامنځ شوي.

د یو ان ډي پي تخنیکي سلاکار ډېرن نېنس وویل:

(مونږ وینو چې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د شفافیت د خوندیتوب لپاره یو شمېر کارونه ترسره کړي دي. زه هیله لرم چې له دې لارې به د پاکستان د ټاکنو په بهیر کې د معلوماتو له مخې څېړنې ترسره شي.)

د ټاکنو په دغه لارښود کې نړیوال معیارونه او د ټاکنو د بهیر د ټولو پړاونو لپاره لارې چارې سنجول شویدي.

په دغه لارښود کې په دې ټینګار شوی چې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون دې په ټاکنو کې ښځو، لږکیو او د معیوبو خلکو ګډون ته هم ځآنګړې پاملرنه وکړي.

همدارنګه په دغه لارښود کې په ټاکنو کې د رسنیو د رول په اړه هم خبرې شویدي.

د ټاکنو په اړه دغه لارښود په انګلیسي او اردو ژبو جوړ شوی او په موبایل کې د ایلیکشن ګایډ ۲۰۱۸ په نامه د یو اپلېکېشن په توګه هم چمتو شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG