د مردان سره تعلق لرونکي ستوري لوبغاړي فخر زمان په غوره بيټنګ پاکستان د درېو ملکونو د ټي ـ ټيونټي کرکټ سياليو په فاينل کې اسټريليا ته ماتې ورکړه.
د زمبابوی په هراری کې د پاکستان او اسټريليا ترمنځ په وروستۍ يا فاينل سيالۍ کې اسټريليا د پاکستان لوبډلې ته د ۱۸۴ رنزونو هدف ورکړی ؤ.
د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف د فخر زمان په غوره بيټنګ په وروستي اوور کې په څلورو لوبغاړو سوځېدو پوره کړو او فاينل سيالي يې وګټله.
اسټريليا د فاينل پچه، ټاس ګټلی او لومړی بيټنګ يې اخستی ؤ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې په اته لوبغاړو سوځېدو ۱۸۳ رنزونه جوړ کړي وو.
د پاکستان محمد عامر د اسټريليا درې، شاداب خان دوه، شاهين شاه افريدي ـ حسن علي او فهيم اشرف يو يو لوبغاړی سوځولی ؤ.
د پاکستان په بيټنګ کې فخر زمان په ۴۶ بالونو په درې چهکو او ۱۴ چوکو ۹۱ رنزونه جوړ کړه او فاينل يې وګټلو. شعېب ملک په ۳۷ بالونو ۴۳ رنزونه جوړ کړه.
فخر زمان د فاينل سيالۍ او ټورنامنټ غوره لوبغاړی هم وګرځول شو.
پاکستان د ټورنامنټ په لومړۍ سيالۍ کې زمبابوی ته ماتې ورکړې، په دوېمه کې يې د اسټريليا نه ماتې خوړلې، په درېمه او څلورمه لوبه کې يې بيا زمبابوی او اسټريليا ته ماتې ورکړې وې.
پاکستان دا وخت د کرکټ نړيوالې شورا (ايي سي سي) په درجه بندۍ کې په ۲۰ اووريزو نړيوالو سياليو په ګرده نړۍ کې په اول نمبر دی.