لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د خبرو نه لار جدا کړه، حکومتي جرګه وايي خبرې به دوام لري


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) استازو نن په پېښور کې د حکومتي جرګې سره د خبرو اترو وروستو وويل پي ټي اېم نور ځان د خبرو د لړۍ څخه جدا کوي ځکه چې حکومتي استازي واک نه لري او د پي ټي اېم غړي نيول کيږي خو د حکومتي جرګې استازی وايي خبرې به دوام لري.

نن د اتوار، يکشنبې په ورځ پېښور کې په (سېول افيسر ميس) کې د حکومتي جرګې سره د ناستې وروستو د پي ټي اېم استازي فضل خان اېډوکېټ وایس اف امريکا ډيوه سره په خبرو کې وويل،

" حکومت د جرګو په لړ کې په خپلو وعدو کې ناکامه شوی دی مونږ غوښتنه کړې وه چې د جرګې د غړو سره دې واک اختيار وي مرکزي حکومت دې دوی ته واک ورکړي خو حکومت دې جرګې ته واک ورنه کړو او بله دا چې د جرګې په مهال دا اصول ټاکل شوي چې په داسې وخت کې به د پي ټي اېم غړي نه نيول کيږي د هغو اصولو هم سرغړونه وشوه".

نوموړي وويل دغه عمل د جرګې د اصولو پرضد ؤ او حکومت او جرګه يې په خپلو کړو خبرو کې پاتې راغله.

فضل خان زياته کړه "مونږ د پي ټي اېم غړي او کور کميټي په دې نتيجه ورسېدو چې حکومتي کميټي په خبرو کې سنجيده نه ده او نه غواړي چې د پښتون قام دا مسلې حل شي ځکه مونږ تر هغې وخته پورې بيا دې جرګې ته نه راځو څو پورې چې د دوي سره پوره واک نه وي".

هغه وويل پي ټي اېم به اوس هم د وړاندې په څېر د ايين او قانون په دايره کې دننه خپلې جلسې جلوسونه دوامداره ساتو.

خو بل لور ته د حکومتي کمېټۍ غړی ملک خان مرجان وايي د خبرو اترو لړۍ په کاميابۍ سره روانه ده او د پي ټي اېم سره د بلې ناستې دپاره ۱۷م نېټه وټاکل شوه.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل دوی د پي ټي اېم په غوښتنو کار کوي لګيا دي او د دواړو فريقېنو ترمنځ هيڅ غلط فهمي نشته او دا خبرې به خېر ته ځي او کاميابې خبرې به مخ په وړاندې لاړې شي.

هغه وويل "دوی په دې اوونۍ کې د حکومتي چارواکو سره ليدلي او د پي ټي اېم خبرې يې ورسره شريکې کړي او دوی به په ټولو قبايلو سيمو کې کمېټيانو جوړوي د ټولو مسلو د هوارولو دپاره، او دوی غواړي چې په قبايلو سيمو کې لګېدلی اور نور مړ شي".

هغه زياته کړه دوی په قبايلي سيمه کې پرمختګ غواړي دوی او د پي ټي اېم سره به په شريکه د ملت په خېر پرېکړه کوي.

خان مرجان وويل دوی د مسلو حل را اوباسي او د پي ټي اېم غږ د دوی اواز دی او کومې خبرې چې د خېر دي هغه به سرته رسوي.

د تېر اتوار، يکشنې په ورځ په هم دغه ځای د ترسره شوې جرګې وروستو د پي ټي اېم مشرانو ويلي ؤ دوی حکومتي کمېټۍ ته د خبرو دپاره د واک ترلاسه کولو ويلي او د هغې وروستو به ورسره نورې خبرې دوامداره ساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا ويل شوي او اوس هم دا دريځ لري چې حکومت يو لور ته د دوی سره وعدې کوي چې د خبرو په مهال به يې غړي نه نيول کيږي خو بل لور ته د دوی د غړو د نيولو لړۍ دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG