لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جعلي بېنک اکاؤنټونو په قضیه کې اصف زرداري او د هغه خور هم غوښتل شوي


د پاکستان سترې محکمې د جعلي بېنک اکاؤنټونو د لارې د ۳۵ اربه روپو لېږلو د قضيې په اورېدنه کې د سمټ بېنک، سندهـ بېنک او يونايټډ بېنک د مشرانو نومونه په اي سي اېل فهرست کې اچولو امر کړی او د پخواني صدر اصف زرداري او د هغه د خور په ګډون يې د اکاؤنټونو نه ګټې پورته کوونکي کسان غوښتي دي.

عدالت ويلي د جعلي اکاؤنټونو نه چې چا ګټې ترلاسه کړي د هغو نومونه دي هم په اي سي اېل کې واچول شي. په اي سي اېل يا اېګزټ کنټرول لسټ کې شامل کسان د ملک څخه بهر سفر نه شي کولی.

عدالت ویلي د جعلي اکاؤنټونو د پلټنو پورې دې نومونه په اي سي اېل کې وساتل شي او عدالت په قضيه کې اکاؤنټونه لرونکي اووه کسان او د دغو اکاؤنټونو څخه ګټې پورته کوونکي ۱۳ کسان په ۱۲م جولايۍ عدالت ته غوښتي دي.

راپورونه وايي پخواني صدر اصف علي زرداري او د هغه خور فريال تالپور ته خبر يا نوټس شوی چې د نورو کسانو سره عدالت ته حاضر شي.

عدالت لارښوونه کړې چې د بېنکونو د جعلي اکاؤنټونو او د دغه لارې په غېر قانونه توګه د پېسو لېږلو د پلټنو دپاره دې د پاناما اسنادو په څېر ګډه تحقيقاتي کميټي جوړه کړی شي چې پکې د مالي چارو کارپوهان شامل وي.

د سترې محکمې د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه بنچ ته د اتوار په ورځ د جعلي اکاؤنټونو په اورېدنه کې د مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) مشر بشيرمېمن ويلي په پلټنو کې ويلي، اول څلور او بيا په درېو بېنکونو کې د اووه کسانو ۲۹ اکاؤنټونه مالوم شوي د کومو نه چې ۳۵ اربه روپۍ لېږل شوي دي.

د مشر قاضي په پوښتنه بشير مېمن ویلي په دغو اکاؤنټونوکې د طارق سلطان په نوم پينځه او ارم عقيل په نوم دوه اکاؤنټونه دي. د محمد اشرف په نوم يو شخصي څلور د لاجسټسک ټرېډؤ د محمد عمېر په نوم يو او شپږ د حمېرا اسپورټس په نوم دي او د عدنان جاوېد درې اکاؤنټونه د لکي انټرنېشنل په نوم او د قاسم علي درې اکاؤنټونه د رايل انټرنېشنل په نوم دي.

نوموړي ویلي د جعلي اکاؤنټونو نه اووه کروړه روپۍ انصاري شوګر مل، ۵۰ لاکه اومني، يو نیم کروړ پاک ايتهانول، ۲۰ کروړه چمبړ شوګر، ۵۷ لاکه اېګرو فارم او يو نيم کروړ زرداري ګروپ پرائيوټ لمټډ ته لېږل شوي دي.

عدالت ته ويل شوي د سمټ بېنک مشر حسېن لوايي او د هغه ملګری طلحه رضا نيول شوي او بدني ريمانډ يې اخستل شوی دی.

عدالت د مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) چارواکو ته نوټس جاري کړی او ۱۳ ګټې پورته کوونکي يې په ۱۲م جولايۍ غوښتي او د سندهـ صوبې د پوليس مشر ته يې ويلي د ټولو کسانو عدالت ته حاضري دې يقينې کړی شي.

بشيرمېمن خواست کړی چې سمټ بېنک ته راتلونکې اووه اربه روپۍ دې وتړل شي ځکه چې دا د غبن روپۍ دي.

د وي او ای اردو د راپور ترمخه د پخواني صدر اصف علي زرداري او د هغه د خور فريال تالپور او نورو اکاؤنټ لرونکو پرضد اېف ايي ای مقدمه درج کړې ده. په ياده مقدمه کې د اصف زرداري نزدې ملګری انورمجيد او د هغه زوی هم شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG