لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقيب مسيد په وژنه د تورن راؤ انوار ضمانت منظور کړی شو


د کراچۍ د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د نقيب الله مسيد په وژنه تورن د کراچۍ پوليس پخواني افسر راؤ انوار د ضمانت خواست منظور کړی او هغه ته يې د لس لاکه روپو مچلکو جمع کولو ویلي دي.

د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه يې د جنوبي وزیرستان ۲۷ کلن زلمی نقیب الله مسيد سره د درېو کسانو په يوه جعلي مقابله کې وژلی ؤ.

د يادې پېښې پلټونکې د پوليس د لوړ پوړو افسرانو يوې کمېټۍ په خپل راپور کې منلې وه چې نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

راؤ انوار او د هغه سره په پوليس ډله باندې د نقيب مسيد پلار محمد خان د وژنې مقدمه درج کړې وه.

راؤ انوار د مارچ په مياشت کې ځان عدالت ته وړاندې کړی او هغه د مې په مياشت کې عدالت ته په ضمانت د خوشي کېدو خواست کړی ؤ.

عدالت د روانې مياشتې په پینځمه نېټه د راؤ انوار د ضمانت په خواست فېصله محفوظ کړې وه.

د راؤ انوار د ضمانت منظورېدو وروستو د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل فېصل صديقي وويل دوی په هائيکورټ کې دغه فېصله چېلنج کوي چې راؤ انوار ته پکې ضمانت ورکړی شو.

بل لور ته راؤ انوار د ضمانت د خواست منظورېدو وروستو رسنيو په خبرو کې وويل په ضمانت خوشحاله دی او زياته یې کړه نن ثابته شوه چې هغه بې بې قصوره ؤ او د بدنیتۍ په اساس په هغه مقدمه درج کړی شوې وه.

هغه ويلي په ۹۹ ګواهانو کې يو هم په قضيه کې د هغه نوم نه دی اخستی.

هغه زياته کړې په وخت راتلو به دا هم اووايي چې هغه په دې قضيه کې چا ګېر کړی ؤ.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د راؤ انوار ضمانت منظورېدل د پښتنو سره د زياتي په نوم ياد کړی دی.

د پي ټي اېم يو فعاله غړي بلال وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل دوی ځکه د راؤ انوار ضمانت د پښتنو سره زياتی ګڼي چې د کراچۍپوليسو په خپله منلې وه چې نقيب په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

هغه وويل د دوی نور د پاکستان په عدالتونو باور نه دی پاتې.

پي ټي اېم د جنورۍ په ۲۵م نېټه د ډېره اسماعيل خان نه اسلام اباد ته د څو غوښتنو سره لاريون کړی او په دغو غوښتنو کې په سر کې د ( نقيب الله مسيد د قاتل محاکمه کولو) غوښتنه شامل وه.

د پاکستان مرکزي حکومت پي ټي اېم ته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړی خو پي ټي اېم وايي د دوی غوښتنې تراوسه ونه منل شوې.

د پاکستان سترې محکمې د نقيب مسيد د وژنې په پېښه خپل ځاني نوټس (از خود نوټس) اخستی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG