لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ:دعمران خان راوستلو تورونه بې اساسه دي،پرېکړه به ولس کوي


په ۲۵م جولایي پاکستان کې په کیدونکو ټولټاکنو کې د پوځ په کردار د سیوا شوؤ ټکونو نه وروسته د پوځ ویاند سپیناوی کړی چې پوځ د هیڅ یوې ډلې سره سیاسي تړون نه لري اؤ یوازینۍ وظیفه یې روڼ انده ټاکنو کې دټولټاکنو کمیسون سره مرسته کول دي.

پوځي ویاند وویل داسې تورونه لګول کیږي چې ګنې پوځ عمران خان وزیراعظم راوستل غواړي خو دا تورونه بې ځایه دي ، اولس چې چاته رایې ورکړې هم هغه به وزیراعظم وی.

د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته د احوال ورکولو په وخت د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي تر دې مخکې هم دټولټاکنو دکمسیون په امر پوځ ټولټاکنو کې خپل مسولیتونه سرته رسولي وؤ اؤ اوس چې بیا د ټولټاکنو کمیسون پوځ نه مرسته غوښتې ده نو پو ځ‌ به مرسته ورکوي.

دهغه په وینا دټولټاکنو کمیسون مونږ ته شپږ کارونه سپارلي دي، لمړی داچې امنیت ونیسو،دوهم د رائیو دپاڼو چاپ کولو په مهال حالات قابو وساتو، دټاکنو دپاره اړین سامانونه ځایې ته ورسوؤ اؤ د انتخابي عملې اؤ افسرانو امنیت ټینګ کړو

هغه وویل د ټولټاکنو به ورځ به د رائیو ورکولو د مرکزونو امنیت نیول د پوځ مسولیت وي اؤ په وړومبي ځل پوځ دپاره هم داخلاقو یوه ضابطه جوړه کړل شوې ده.

تیره اوونۍ د پاکستان پیپلز پارټۍ پخواني سنېټر فرحت الله بابر ادعا کړې وه چې په راتلونکو ټاکنو کې وار له مخکې درغلۍ شوې ده اوس چې د ټاکنو په نامه څه پاتې دي هغه یوازې د ټاکنو د رسمیاتو پوره کېدل دي.

دمسلم لیګ نواز ډلې مشران هم زیاتره وخت پخپل انتخابي کمپائن کې د اشارو په ژبه پوځ باندې ټکونه کوي اؤ داسې تاثر ورکوي چې ګنې پوځ راتلونکو ټولټاکنو کې د خپلې خوښې نتیجې ترلاسه کول غواړی.

خو جنرال غفور وایي “پوځ یوازې هاغه څه کوي د څه چې ورته امر شوی وي اؤ ددې مطلب دادی چې مونږ ته یوازې د ټولټاکنو دکمیسون مرسته کول دي هغه هم په بې پلوه اؤ غیرسیاسي ډول”

پوځي ویاند زیاته کړه پوځ غواړي چې ټاکنې دې روڼ انده وي اؤ که د ټاکنو په ورځ یوه بکسه کې ۱۰۰رایې اچول شوي وي نو باید د شمیرې په وخت هم ددغه بکسې څخه ۱۰۰ رایې ترلاسه شي.

تر دې وړاندې هم چې په پاکستان کې څومره ټولټاکنې شوي دي زیاتره پکې د ټاکنو نه وروسته د درغلۍ تورونه مخې ته راغلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG