لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځانمرګي برید کې د۱۲۸کسانو وژنې په بلوچستان د ویر څادر خور کړی


دبلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې دسراج رئیساني په انتخابي کمپائن شوي ځانمرګي برید کې۱۲۸کسانو له وژل کیدلو وروسته نن په دوهمه ورځ هم دبلوچستان چاپیریال ویرژن دی اؤ په مستونګ کې ځایې پځایې دغه برید کې د وژل شوؤ کسانو خاورو ته دسپارلو تیارۍ اؤ فاتحې روانې دي.

دبلوچستان حکومت صوبه کې د دوؤ ورځو ماتم اعلان کړی اؤ نن په ټولو سرکاري ودانیو ملي بیرغ نیم کښو ساتل شوی دی.

دغه خانمرګی برید د جمعې په ورځ په مستونګ کې د بلوچستان عوامي ګوند د کاندید سراج رئیساني دټولټاکنو په کمپائن شوی ؤ چې پکې پخپله سراج رئیساني اؤ د هغه ۱۲۷ پلویان وژل شوي اؤ ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي.

ټاکل شوې ده د سراج رئیساني مړی نن ماسپښین خپله پلرنۍ مقبره کې خاورو ته سپارل کیږي.

دبلوچستان په ټولو لویو ښارونو کې نن زیاتره کاروباري مرکزونه تړل شوي اؤ په ټول پاکستان کې وکیلان داحتجاج په توګه دقضایي چارو پرمخ وړلو دپاره محکمو ته نه وړاندې کیږي.

د پاکستان د وکیلانو سازمان (پاکستان بار کونسل) بلوچستان اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې د شوؤ ځانمرګي بریدونو په ضد د دوه ورځني کاربندیز اعلان کړی دی.

امریکا،اروپایي اتحادیې، سعودي عرب اؤ نورو هیوادونو هم په دغو ځانمرګي بریدونو خفګان ښکاره کړی اؤ هیله یې کړې چې پاکستاني چارواکي به دټولټاکنو په مهال کاندیدانو اؤ دهغوئ پلویانو ته امنیت ورکړي.

پاکستان کې ټولټاکنو ته په ولاړو کاندیدانو دبریدونو دا لړۍ په داسې حال کې پیل شوې چې په دغه هیواد کې عامو ټاکنو ته یوازې ۱۱ ورځې پاتې شوي اؤ دپاکستان بیلابیل سیاسي ګوندونه اندیېښنې څرګندوي چې ځينې قوتونه غواړي کیدونکې ټولټاکنې تالا ترغۍ کړي.

ټاکل شوې چې د جولای په ۲۵مه به پاکستان کې عام انتخابات کېږي چې د پاکستاني پوځ د ویاند په وینا د امنیت لپاره یې شاوخوا ۳۷۱۰۰۰ پوځي سرتېري په دنده ګومارل شوي دي،‌ خو په پاکستان کې تر ټاکنو مخکې د ترهګرۍ بریدونو هم د سیاسي ګوندونو په مشرانو او هم د ګوندونو په پلویانو کې د امنیت په اړه وېره خپره کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG