لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست :ځاځي مېدان کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه پېل شوې


افغان چارواکو د خوست ولايت په ځاځي مېدان کې په شوې جګړه کې د اووه تنو پاکستاني عسکرو دوژل کېدو دعوه کړې ده.

سیمه ییزو چارواکو ویلي دځاځي میدان سرحدي ولسوالۍ اړوند سیدي کنډو اومنګسوسیمه کې دافغان سرحدي ځواکونو په امنیتي پوستو دپاکستان امنیتي کسانو لخوا بریدونه شوي.

دخوست والي ویاند طالب منګل له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي تیره شپه شاوخوا ۱۲ بجې دمخالفینو لخوا پیل شوي بریدونه په سیمه کې د جګړې سبب شوی او اوس هم روانه ده.

نوموړي ویلي دافغان سرحدي ځواکونو دمرستې لپاره د ځاځي میدان ولسونه د جګړې سیمې ته رسیدلي اوله مخالفینو سره یې جګړه پیل کړې ده.

منګل دمخالفینو دهویت اوهمدراز د جګړې درامنځته کیدو دعواملو په اړه له څه ویلو ډډه کړه خودا یې د کلونو راهیسې له افغان ولس سره دبرید کوونکوله لوري دوښمنۍ د جاري ساتلو بیلګه وګڼله.

دخوست امنیه قومندانۍ ویاند بصیر بنا له امریکا غږ ډیوې سره دخبرو پرمهال ویلي هغوکسانو چې پرافغان سرحدي پوستو یې بریدونه کړي او په سیمه کې د جګړې د رامنځته کیدو سبب شوي پاکستاني عسکر دي.

بنا ویلي دهمدې روانې جګړې په پایله کې تردې دمه د پاکستان ۷ تنه عسکر وژل شوي او۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل:((جګړه دپاکستان دملیشولخوا دجنډول غره اړوند سیموکې پیل شوې، لومړی برید دوی وکړخولامل یې نه دی معلوم ،زمونږ په حریم یې تیری وکړ،د جګړې سیمې ته تازه دمي افغان ځواکونه هم رسیدلي دي.))

دخوست امنیې قومدانۍ زیاته کړه د ځاځي میدان ولسونه چې دافغان امنیتي سرتیرو دملاتړ لپاره ورغلي و په جګړه کې برخه اخیستي او دوتنه ولسي وګړي هم په همدې جګړه کې وژل شوي دي.

یاده دې وي چې تردې وړاندې هم دخوست ځاځي میدان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې دپاکستانیوعسکرو اوافغان سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه رامنځته شوې وه خو یاده جګړه دافغانستان اوپاکستان د جګپوړیو پوځي چارواکو ترمنځ دشوې هوکړې پربنسټ پای ته ورسید او افغان لوري هغه ۵ تنه پاکستاني پوځيان په ګډه پوله دپاکستان حکومت ته وسپارل کوم چې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG