د افغانستان پلازمينې کابل پولیسو ويلي ځانمرګی یې وړاندې له هغې وژلی چې په ځان پورې تړلو چاؤدېدونکو موادوته يې چاؤدنه ورکړی وی.
د کابل د پوليس وياند حشمت الله ستانکزي افغان ميډيا سره په خبرو کې ويلي د کابل ښار په شهرنو سيمه کې ځانمرګی په خپلو پښو روان ؤ خو پوليسو وپېژندو او وې ويشتو.
ستانکزي ويلي د ځانمرګي هدف د جنبش ملي پارټۍ مظاهره وه څوک چې د پارک سره نزدې رايوځای شوي وو.
پوليس ويلي د ځانمرګي په وژنه کې کومه مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې خو رپوټونه وايي په دغه مهال ځينې کسان ژوبل شوي دي.
پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ دکابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ته نږدې شاوخوا څلورنیمې بجې ځانمرګی بريد شوی ؤ.
حشمت ستانکزي د دغه برید په اړوند ويلي ؤ چې پلي ځانمرګي برید کوونکي په خپل ځان پورې تړلي چاودېدونکو موادو ته د کلیو پراختیا وزارت ته نزدې د پولیسو په لومړۍ تلاشۍ کې چاودنه ورکړه.
دستانکزي په وېنا د ځان وژونکي په دې برید کې ۲۰ تنو ته تلفات اوختي او ويل شوي وو په بريد کې اووه تنه وژل شوي وو.
دغه برید په داسې حال کې شوی ؤ چې نزدې یوه میاشت وړاندې په همدې وزارت ځانمرګی برید شوی و او هغه مهال په یاد برید کې د ولسي وګړو په ګډون د وزارت ۱۳ تنه کارکوونکي وژل شوي او له ۲۰ زیات نور ټپیان شوي وو.