لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ روپۍ نوره وغورځېده


د پاکستان روپۍ د امريکايي ډالر په مقابله کې په ريکارډ کچه لاندې راغورځېدلې او د يو امريکای ډالر قيمت د ۱۲۹ روپو پورې رسېدلی دی.

پاکستان کې د روپو د بدلوؤنکو د کاروباريانو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي دا وخت ډالر د روپۍ په مقابله کې د ۱۲۸.۵۰ او ۱۲۹ روپو ترمنځ روان دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل چې څنګه د ملک تجارتي خساره سېوا کيږي دغه شان به ورسره د روپۍ په مقابله کې ډالر نور بره خيژي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي که پاکستان په سمدستي ډول د بهرنۍ مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره خبرې پېل نه کړې نو راتلونکي منتخب حکومت ته به ګرانه شي چې پاکستان د ديواليه کېدو نه بچ کړي.

د جمعې په ورځ پاکستان کې د ډالر بيعه ۱۲۱.۵۴ روپۍ ريکارډ شوې وه.

بل لور ته د پاکستان د ونډو په بازار کې هم کاروبار مخ په ښکته راټيټ شوی او نن دګل، دوشنبې په ورځ د ونډو په بازار کې د سر د ۱۰۰ شرکتونو په کاروبار کې ۶۰۵ پوائنټونه لاندې راغورځېدلي دي، او د ۴۰ زره ۲۷۱ پوائنټونو سره پېل شوی کاروبار په ۳۹ زره ۶۶۵ پوائنټونو باندې بند شوی دی.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) ويلي ؤ چې په ملکي کچه د صادراتو (برامداتو) د کمي او د وارداتو (درامداتو) زياتوالي په وجه د پاکستان تجارتي خساره (کرنټ اکاؤنټ خساره) په ريکارډ کچه ۱۶ اربه ډالرو ته رسېدلې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه مهتاب حېدر وايي بنيادي وجه د پاکستان د بهرنو چارو زېرمې راکمې شوي دي او کله چې د بهرنيو چارو زېرمې راکمې شي نو مرکزي بېنک هم بيا نه شي کولی چې روپۍ د راغورځېدو نه بچ کړي.

هغه وويل بله خبره دا ده چې د دې سره به د پاکستان د وارداتو په بېعو کې زياتوالی راشي.

حېدر وويل د روپۍ د قدر کمېدو سره به په ملکي کچه ګراني سېوا شي او بهرنۍ قرضې چې د پاکستان دپاره يو چېلنج دی پکارده چې لنډ مهاله حکومت د اوس نه د مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره خبرې پېل کړي او د راتلونکي منتخب حکومت دپاره دغه ستونزه راکمه کړي.

نوموړي زياته کړه که لنډ مهاله حکومت په دې کار ونه کړو نو د راتلونکي حکومت دپاره به پاکستان د ديواليه کېدو نه بچ کول ګران شي.

د خالي په ورځ مرکزي بېنک ويلي ؤ چې د پاکستان په وارداتو کې د سېواوالي له امله تجارتي خساره قابو کول يو چېلنج جوړ شوی دی او د بهرنيو هېوادونو نه په ترسيلات زر کې د اضافې باجود د بهرنيو چارو زېرمې د فشار ښکار دي.

مرکزي بېنک ويلي ؤ چې په کال ۲۰۱۸م کې د پرمختګ هدف د ۶.۲فيصده په ځای ۵.۵ ته راکوز شوی دی.

بېنک ويلي د مې د میاشتې په وروستيو کې په پاکستان بهرنۍ قرضې اووه زره ۳۲۴ اربه روپۍ وې خو د ډالر د قدر سېوا کېدو وروستو دا قرضې اته زره ۱۲۰ اربه روپو ته رسېدلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG