لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د انتخاباتو په مهال به چمن پوله درې ورځې تړلې وي


د پاکستان او افغان چارواکو تر منځ په یوه ګډه غونډه کې پرېکړه شوې، چې په پاکستان کې د عامو انتخاباتو په مهال به چمن ته نیژدې له افغانستان سره ګډه پوله درې ورځې تړلې وي.

د چمن تاجرانو پر دې پرېکړه سخت غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې د پولې تړل کېدل به د دوی تجارت ته سخت زیان و رسوي. د چمن یوه تاجر وي.او.اې ډیوه ته په دې اړه وویل:

"د ورځې له پینځلس تر شل زرو کسان د پولې یوې بلې خواته ځي خپل روزګار کوي، موږ له حکومته غواړو چې دغه فیصله دې ژر تر ژره بیرته واخلي، د انتخاباتو لپاره دې یوه ورځ سرحد بند کړي موږ یې هرکلی کوو".

د چمن مرستیال کمیشنر طفېل احمد بلوڅ رسنیو ته ویلي، چې پوله به د هر ډول تګ راتګ او تجارت لپاره د جولای پر ۲۴، ۲۵ او ۲۶ تړلې وي.

خو تېره ورځ افغان صدر اشرف غني د پاکستاني پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی وو، چې په پاکستان کې د ټاکنو په مهال به د افغانستان غاړې ته د پولي امنیت زیات کړي.

د چمن مرستیال کمیشنر په کلا عبدالله او چمن کې د ترهګرۍ د ممکنه پېښو د مخنیوي لپاره د قانون ۱۴۴ ماده نافذ کړې، چې له مخې یې د کاندیدانو له خوا د وسلې پر ګرځولو او هوایي ډزو بندیز لګېدلی.

همدارنګه یې پر سیاسي ګوندونو او نورو ازادو کاندیدانو بندیز لګولی چې وایي د انتخاباتو د کمپاین غونډې په پراخو میدانونو یا بازارونو کې نه شي کولای او یواځې تر بندو ځایونو به محدودې وي.

دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې دوې ورځې وړاندې د کلا عبدالله په پیرعليزۍ سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند د یوه کاندید زمرک اڅکزي پر مېلمستون ډزې شوې وې او د ګوند پخوانی سنېټر داود خان اڅکزی پکې ټپي شوی وو.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په تېرو عامو انتخاباتو کې هم د امنیت په خاطر له افغانستان سره پر تورخم او چمن باندې خپله ګډه پوله تړلې ده، خو له ایران او هند سره یې خپلې ګډې پولې د ټاکنو په مهال نه دي تړلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG