دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي ځینې قوتونه غواړي چې هیواد کې د کیدونکو ټولټاکنو مخه ونیسي خو که د اولس نه د رایې ورکولو حق وتروړل شو نو ددې نتیجې به خطرناکې وي.
د سه شنبې په ورځ صوابۍ کې یوې اولسي غونډې ته خپله وینا کې اسفندیار ولي وویل” زه ټولو قوتونو ته ویم که په هرڅه وجه انتخابات ونه شول نو تاسو به دپاکستان دومره لویې تاوان وکړئ چې دهغې به تاسو تصور هم نه شئ کولی”
داسفندیار ولي خان ترڅنګ دپاکستان دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو هم داسې اندېښنې ښکاره کړي چې پاکستان کې په ۲۵م جولایي د کیدونکو ټولټاکنو د ځنډولو هڅې روانې دي.
سیاسي مشران که هرڅو دا نه وایي چې د ټولټاکنو د ځنډولو هڅې څوک کوي خو څيړونکي وایي چې دهغوئ اشاره د هیواد طاقتور پوځ ته ده اؤ په دې ویره کې دي چې ګنې د حالاتو په خرابولو به پوځ ټولټاکنې شاته کړي.
خو پوځ بیا سپینه کړې ده چې راتلونکې ټولټاکنې به پخپل ټاکلي وخت اؤ راڼه ډول کیږي.
اسفندیار ولي خان وویل حالات که هر څومره خراب شي هغوئ به د ټولټاکنو څخه نه روسته کیږي.
خپل پلویانو ته دهغه وینا وه “که تاسو ته چا وویل چې اسفندیار یې په چاودنه کې ووژلو نو هم تاسو یې پرواه مه کوئ، خپل انتخابي کمپائن ته زور ورکړئ، هر در اؤ هر ور ته ځانونه ورسوئ اؤ خلکو ته خپل منشور مخې ته کښیږدئ”
هغه وویل د ټولټاکنو پر مهال امنیت نیول د لنډ مهاله حکومت مسولیت دی خو دلته د لنډ مهاله حکومت کردار په سترګو نه ښکاري .
هغه په دې خبره هم اندیښنه وښودله چې یوازې یو ګوند تحریک انصاف ته د جلسو کولو اجازت شته اؤ دنورو مخه نیول کیږي .
خو ددې ترڅنګ یې داسې اشارې هم ورکړي چې ګنې تحریک انصاف ګوند د طالبانو سره لار لري
نوموړي وویل “دوئ چې پرون خپل حکومت کې د اکوړي مدرسې ته ۵۸ کروړه روپۍ ورکولی دهغې معلومات نن وشول چې دا پیسې یې ولې ورکولی؟”
ټاکل شوې ده پاکستان کې اووه ورځې وروسته یعنې په ۲۵م جولايي عامې ټاکنې کیږي خو ددغو ټاکنو نه وړاندې په خیبر پښتونخو اؤ بلوچستان صوبه کې د ګڼ شمیر امیدوارانو په انتخابي جلسو بریدونه شوي چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي دي.