لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان زمبابوی نه دپینځوؤ سیالیو لړۍ په نهو وکټونو وګټله


دپاکستان اؤ زمبابوی تر مینځ دکرکټ پینځوؤ سیالیو دلړۍ په دریمه سیالۍ کې پاکستان د زمبابوی کوربه کرکټ لوبډلې ته په نهو وکټونو ماتې ورکړې اؤ د لوبو دغه لړۍ یې د صفر مقابله کې په دریوؤ ګټلې ده.

دچهارشنبې په ورځ شوې لوبه کې دپاکستان توپ اچوونکو یا بالرانو غوره لویه کړې اؤ د زمبابوی توپ وهونکي یې مخې ته نه دي تینګ شوي.

د پچې په ګټلو سره وړومبۍ لوبه کوربه لوبډلې زمبابوی پیل کړه چې دپاکستاني بالر فهیم اشرف په غوره بالنګ یې پینځه لوبغاړي وسوزیدل اؤ دغو پینځوؤ لوبغاړو ترې یوازې ۲۲ منډې جوړې کړې.

د زمبابوی لوبډله کې یوازې چیمو چبهابها ۱۶ منډې جوړې کړې اؤ نور ټول لوبغاړي یې د اتوؤ اؤ لسو نه په زیاتو منډو جوړلو ونه توانیدل.

د زمبابوی ټوله لوبډله یوازې په ۶۸ منډو جوړولو وسوزیدله چې دا په تاریخ کې دپاکستان په ضد د زمبابوی تر ټولو کمې منډې دي.

دپاکستان پښتنو لوبغاړو جنید خان دوه،عثمان شینواري ،یاسر شاه اؤ شاداب خان یو یو لوبغاړی وسوزؤلو.

کله چې دپاکستان لوبډله توپ وهلو ته راووتله نو امام الحق د کومې منډې جوړولو پرته وسوزیدو خو پښتون لوبغاړي فخرزمان د څلوریزو باران جوړ کړو اؤ د۴۳ؤ منډو په جوړولو یې پاکستان ته په نهو وکټونو ګټه ور پغاړه کړه.

XS
SM
MD
LG