لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوې عدالتي پرېکړې; نوازشریف ته یې تاوان او عمران خان ته یې ګټه و رسوله


واشنګټن ـــ په پاکستان کې د کرپشن په مقدمو کې د احتساب عدالت که یوې خواته د پخواني وزیراعظم نوازشریف د مقدمې اورېدنه د جولای تر ۳۰مې نېټې ځنډولې ده، خو بل لور ته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د کرپشن په یوه مقدمه کې عدالت له حاضرېدو ډډه کړې او ویلي یې دي چې تر انتخاباتو مخکې عدالت ته نه شي حاضرېدای.

د پاکستان د قانون وزارت څو ورځې مخکې اعلان کړی وو چې د ځینو امنیتي ستونځو له کبله به د نواز شریف د ناجایزه جایدادونو د مقدمو اورېدنه په اډیاله زندان کې دننه کېږي، خو د مسلم لیګ ګوند د مشر شهباز شریف په شمول چې د دې ګوند پلویانو ورباندې تنقید وکړ، نو حکومت خپله پرېکړه نن بیرته واخیسته او اعلان یې وکړ چې د مقدمې راتلونکې اورېدنه به یې په پرانیستي عدالت کې کېږي.

بل لور ته د احتساب عدالت عمران خان نن د شورو- چارشنبې په ورځ په هغه مقدمه کې- چې وایي د پښتونخوا د حکومت هیلیکاپټر یې په غیرقانوني توګه استعمال کړی- اورېدنې ته ور بللی وو، خو هغه عدالت ته حاضر نه شو او له عدالته یې د دې اورېدنې د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د خبر له مخې احتساب عدالت ته په ورکړل شوي درخواست کې غوښتنه شوې، چې عمران خان د انتخاباتو په کمپاین کې د مصروفیت له کبله د احتساب عدالت د ګډو تحقیقاتو ډلې (سي آی ټي) ته نه شي وړاندې کېدای او د مقدمې اورېدنه دې یې د اګست تر ۷مې وځنډول شي.

پر عمران خان تور دی چې وایي په پښتونخوا صوبه کې د خپل حکومت په مهال یې سرکاري هیلیکاپټر د ۷۴ ګېنټې په غیرقانوني توګه استعمال کړی، چې وایي له کبله یې صوبایي خزانې ته دوه اعشاریه اوولس میلینه (۲۱ لکه اویا زره) روپۍ زیان رسولی دی.

احتساب عدالت د ایون فیلډ ریفرنس په مقدمه کې نوازشریف لس کاله، مریم نواز اووه کاله او مېجر صفدر یو کال سزا کړي، چې دا مهال درېواړه د راولپینډۍ په اډیاله زندان کې بندیان دي، خو نواز شریف او د هغه زامن حسېن او حسن د احتساب عدالت له خوا د العزیز سټیل میل او فلېګ شپ په دوو نورو مقدمو کې هم تورن دي چې اورېدنه یې د جولای تر ۳۰مې نېټې ځنډول شوې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو او قانون لنډمهالي مرکزي وزیر علي ظفر د شورو- چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د نواز شریف د مقدمې اورېدنه به اوس په پرانیستي عدالت کې کېږي، ځکه چې وایي د آیین د ۱۰مې مادې په بنیاد د پاکستان هر اوسېدونکی حق لري، چې مقدمه یې په بې طرفۍ او پرانیستي عدالت کې واورېدل شي.

د مسلم لیګ نواز ګوند اوسني مشر شهباز شریف او پخواني وزیراعظم نوازشریف پر ده لګېدلي د کرپشن او غیرقانوني جایدادونو لرلو تورونه ټول بې بنیاده بللي او په دې اړه یې د اسلام اباد هایکورټ ته درخواست ورکړی دی. هایکورټ احتساب عدالت ته امر کړی چې د ایون فیلډ په مقدمه کې هغوی ته پر اورول شوې سزا بیا کتنه وکړي.

د نوازشریف زوی تور پورې کړی چې وایي پلار ته یې په اډیاله زندان کې سمې اسانتیاوې نه دي ورکړل شوې، همدارنګه د مسلم لیګ نواز ګوند ځینو مشرانو د نهې- سه شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي وو، چې دوی له نوازشریف او مریم نواز سره د لیدو لپاره اډیاله زندان ته ورغلي وو، خو د ملاقات اجازه ور نه کړل شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG