لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي په انتخاباتو کې د سیاستوالو امنیت ساتل د دوی ذمه واري نه ده


په پاکستان کې د عامو انتخاباتو په مهال د امنیت او له دې سره د تړلو نورو چارو په هکله په سېنټ کې د کورنیو چارو د قایمه کمېټۍ له خوا غونډه شوې، چې د پوځ ویاند پکې په انتخاباتو کې د مخامخ کردار لرلو تورونه په کلکه رد کړي دي.

د پاکستان د لویو او وړو سیاسي ګوندونو په شمول د بشري حقونو سازمانونه په نامخامخ اشارو سره پوځ په دې تورنوي، چې وایي په انتخاباتي کمپاین او ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ملاتړ کوي.

خو د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د سېنټ د کمېټۍ غونډې ته ویلي، پوځ یې یواځې د انتخاباتو د کمېشن لارښوونې عملي کوي او کار یې یواځې د عامو انتخاباتو په مهال امنیت ساتل دي. آصف غفور وایي:

"داسې اوازې دي چې پوځ ته یو 'بېل' امر شوی دی، دا بېخي بې بنیاد خبره ده. موږ له انتخاباتو سره هیڅ تړاو نه لرو، زموږ کار یواځې امنیت ساتل دي. موږ په ټاکنو کې هیڅ مخامخ کردار نه لرو".

ځینې سیاسي ګوندونه دا تورونه هم لګوي چې د یوې منظمې دسیسې له مخې پر ځینو سیاسي ګوندونو حملې کېږي او ځینې سیاسي ګوندونه ورڅخه بچ ساتل کېږي. مېجر جنرل آصف غفور د دې اندېښنې په ځواب کې ویلي، چې سیاستوالو ته امنیت ورکول د پوځ ذمه واري نه ده.

د عوامي نېشنل ګوند سنېټره ستاره ایاز- چې د سېنټ د قایمه کمېټۍ په غونډه کې موجوده وه- وي.او.اې ډیوه ته وویل، دوی په انتخاباتو کې د ځینو ادارو له خوا په سیاسي ګوندونو کې د خپل پردي کولو پر سر اندېښنې را پورته کړې دي:

"موږ په ښکاره ویلي دي چې یوې پارټۍ ته ولې اجازت ورکول کېږي او نورو ته نه ورکول کېږي، دا د انتخاباتو د کمېشن کار دی چې په دې اړه څه ګام واخلي، نن هم موږ ورته وویل، د یوې پارټۍ تبلیغاتي بورډونه لګېږي د نورو نه لګېږي، الیکشن کمېشن دا خبره منلې ده".

د سېنټ د کورنیو چارو د کمېټۍ په غونډه کې د انتخاباتو د کمېشن سیکرټر په انتخاباتو کې پوځ ته ورکړل شوی کردار قانوني ګڼلی دی.

په غونډه کې پر امنیتي چارو باندې په بحث کې د ترهګرۍ د مخنیوي د مرکزي ادارې (نېکټا) مشر ډاکټر سلیمان په انتخاباتو کې د بدامنۍ د پېښو ویره څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د پاکستاني طالبانو تحریک او جماعت الاحرار وسلواله ډله د تېر ځل غوندې دا ځل هم په پاکستان کې انتخابي عمل ګډوډول غواړي.

په پاکستان کې تر انتخاباتو وړاندې تر اوسه د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې شاوخوا ۱۷۵ تنه وژل شوي او تر دوه سوه زیات پکې ټپیان شوي دي. رپوټونه وایي د سېنټ کمېټۍ غونډې ته د بلوچستان د پولیسو مشر هم د مستونګ د وروستي ځانمرګي برید په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي چې دا برید د حافظ نواز په نوم د ایبټ اباد اوسېدونکي کړی، چې وایي تړاو یې له داعش ډلې سره وو.

د پاکستان د دفاع وزارت په عامو انتخاباتو کې د امنیت لپاره په ټول هېواد کې د درې لکه یو اویا زره (۳۷۱۰۰۰) پوځي سرتېرو د ځای پر ځای کېدو منظوري ورکړې ده. آصف غفور په غونډه کې ویلي، پوځ به یې پر چاپخانو باندې د انتخابي یا ووټ پاڼو د ژغورنې لپاره هم دنده تر سره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG