لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د راؤ انوار د خوشي کېدو د فېصلې پرضد به تر سترې محکمې لاړ شو، وکیل


د نقيب الله مسيد د کورنۍ وکيل وايي د ترهګرۍ پرضد د کراچۍ د عدالت د دې فېصلې پرضد به تر سترې محکمې لاړ شو په کومه کې چې د راؤ انوار د خوشي کېدو امر شوی دی.

د کراچۍ د ترهګرۍ د مخنيوی عدالت نمبر دوېم نن د خالي، شنبې په ورځ د نقيب الله مسيد په وژنه تورن بندي راؤ انوار په ضمانت د خوشي کولو امر کړی دی.

د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل څه وايي؟

د نقيب الله مسيد د کورنۍ وکیل صلاح الدين پهنور وي او ای ډيوه رېډيو سره په خبرو کې وويل، دوی د سندهـ صوبې سترې محکمې (سندهـ هائيکورټ) ته خواست کړی ؤ چې ياده مقدمه دې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت نه کوم بل عدالت ته منتقل کړی ځکه چې د نقيب د کورنۍ نور په ياد عدالت باور نه دی پاتې.

د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د روانې مياشتې په ۱۰م نېټه د نقيب مسيد په وژنه تورن د کراچۍ د ملير ضلعې د پخواني پوليس مشر راؤ انوار ضمانت منظور کړی ؤ.

د عدالت د بدلولو خواست

د صلاح الدين په وېنا دوی په ۱۶م جولايۍ د صوبې سترې محکمې ته خواست کړی چې دغه مقدمه دې د ترهګرۍ د مخنيوي د ياد عدالت نه بل ته منتقل کړی شي.

د نقیب مسيد د کورنۍ وکيل د راؤ انوار د ضمانت منظورېدو وروستو ډیوه سره په خبرو کې ویلي ؤ دوی نور د دغه عدالت د اورېدنې څخه بائيکاټ کوي هغه تور لګولی ؤ دغه عدالت په اورېدنه کې تعصب کوي.

نوموړی وايي دوی د لومړي ضمانت د منظورېدو وروستو د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت ته هغه خواست هم وړاندې کړی ؤ چې دوی سترې محکمې ته کړی ؤ چې عدالت دې بدل کړی شي.

خو ښاغلی وکيل وايي د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت په داسې حال کې بيا پرېکړه نه شي کولي خو پرون د جمعې په ورځ د راؤ انوار بل ضمانت يې منظور کړو او نن يې د خوشي کولو امر هم وکړو.

په عدالت د تعصب تور

نوموړي وکيل وويل د ترهګرۍ د مخنيوي په عدالت کې د دوی سره تعصب شوی او د لومړۍ ورځې نه چې راؤ انوار به په هتکړو کې نه راوستل کېدو او د ملزم په رنګ د سلوک پر ځای به ورته عزت ورکولی شو د دغه عمل پرضد هم عدالت د دوی خواست نه دی اورېدلی.

د راؤ انوار دريځ

خو بل لور ته راؤ انوار د خپل لومړي ضمانت د منظورېدو رسنيو په خبرو کې ويلي ؤ په ضمانت خوشحاله دی او زياته یې کړه نن ثابته شوه چې هغه بې قصوره ؤ اود بدنیتۍ په اساس په هغه مقدمه درج کړی شوې وه.

هغه ويلي ؤ په ۹۹ ګواهانو کې يو هم په قضيه کې د هغه نوم نه دی اخستی. راؤ انوار ویلي ؤ په وخت راتلو به دا هم اووايي چې هغه په دې قضيه کې چا ګېر کړی ؤ.

د نقيب مسيد په مقابله کې د وژنې پېښه

د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه يې د جنوبي وزیرستان ۲۷ کلن زلمی نقیب الله مسيد سر د درېو کسانو د کراچۍ په شاه لطيف ټاؤن سيمه کې په يوه جعلي مقابله کې وژلی ؤ.

د يادې پېښې پلټونکې د پوليس د لوړ پوړو افسرانو يوې کمېټۍ په خپل راپور کې منلې وه چې نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

راؤ انوار او د هغه سره په پوليس ډله باندې د نقيب مسيد پلار د وژنې مقدمه درج کړې وه.

راؤ انوار د مارچ په مياشت کې ځان عدالت ته وړاندې کړی او هغه د مې په مياشت کې عدالت ته په ضمانت د خوشي کېدو خواست کړی ؤ.

د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار د نقيب مسيد د وژنې خپل ځاني خبر (از خود نوټس) اخيستی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG