لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په انتخابي کمپاين کې درې کانديدان ووژل شو


سراج رئيساني، هارون بلور، اکرام الله خان ګنډاپور

پاکستان کې دوه ورځې وروستو د ټاکل شوؤ عامو ټاکنو د انتخابي کمپاين په مهال درې کانديدان ووژل شو، په دغو کانديدانو کې دوه په خېبرپښتونخوا او يو په بلوچستان صوبه کې وژل شوی دی.

په کانديدانو د بريدونو تازه پېښه نن د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې رامنځته شوې ده.

نن د اتوار، يکشنبې په ورځ د پاکستان تحريک انصاف ډلې د (پي کی ۹۹) په کانديد اکرام الله خان ګنډاپور باندې په کلاچي تحصيل کې ځانمرګی بريد شوی او هغه پکې ژوبل شوی چې وروستو يې په پوځي روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د نوموړي سره په ځانمرګي بريد کې د هغه ډرائيور او ساتونکي پوليس ژوبل شوي دي.

د ميډيا د راپورونو ترمخه پاکستاني طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې ده.

په روان انتخابي کمپاين کې لومړی ځانمرګی بريد د روانې میاشتې په لسمه نېټه په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند په کانديد هارون بلور باندې شوی او هغه پکې د ۲۱ کسانو په ګډون وژل شوی ؤ.

هارون بلور د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او د پي کی ۷۸حلقې کانديد ؤ.

په هارون بلور د ځانمرګي بريد زمه واري هم پاکستاني طالبانو منلې وه.

له دغې پېښې درې ورځې وروستو د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ په کانديد سراج رئيساني باندې ځانمرګی بريد شوی او په دغه بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو.

سراج رئيساني د بلوچستان صوبې د حلقه پي بي ۳۵ کانديد ؤ. په رئيساني د ځانمرګي بريد زمه واري داعش منلې وه.

هم په دغه ورځ په بنو کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند په يو مشر او د خېبرپښتونخوا د پخواني اعلا وزير اکرم خان دراني په کاروان په بنو کې چاؤدنه شوې نوموړی پکې روغ وتی او څلور کسان پکې وژل شوي وو.

نن په داسې حال کې چې په ډېره اسماعيل خان کې په اکرام الله خان ګنډاپور باندې ځانمرګی بريد شوی په اکرم خان دراني په بنو کې يو ځل بيا نامالومو کسانو ډزې کړي او هغه پکې روغ پاتې شوی دی.

اکرم خان دراني د بنو نه د قامي اسمبلۍ د حلقې ۳۵ د متحده مجلس عمل کانديد دی.

پاکستان کې عام انتخابات دوه ورځې وروستو په ۲۵م جولايۍ ټاکل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG