لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اکرام الله ګنډاپور سيکيورټي کمه کړی شوې وه ځکه پرې بريد وشو، انعام ګنډاپور


اکرام الله ګنډاپور
اکرام الله ګنډاپور

د اکرام الله خان ګنډاپور ورور انعام الله ګنډاپور تور لګولی چې د اکرام نه ډېر ساتونکي پوليس او چې ګولۍ پرې اثر نه کوي هغه (بولټ پروف ګاډی) بيرته اخيستل شوي وو که هغه ورسره وی هغه به نه ؤ وژل شوی.

اکرام الله ګنډاپور پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د ډېره اسماعيل خان په کلاچي سیمه کې په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی ؤ.

د هغه جنازه نن د ګل، دوشنبې په سهار په خپله پلارنۍ سيمه کې ادا کړی شوه او خاورو ته وسپارل شو.

اکرام الله ګنډاپور د خېبرپښتونخوا د صوبايي انتخابي حلقې (پي کی ۹۹) نه د پاکستان تحريک انصاف ګوند کانديد ؤ.

په ګنډاپور د ځانمرګي بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

د ډيوه خبريال عدنان بېټني په وېنا د اکرام الله ګنډاپور په جنازه کې د ځايي خلکو او پيپلز ګوند ځايي مشر (پخواني مرستیال سپيکر) فېصل کريم کنډي نه علاوه د پي ټي ايي کوم مخکښ مشر ګډون نه دی کړی.

د هغه د جنازې په مهال انعام الله ګنډاپور ميډيا سره په خبرو کې وويل، اکرام الله د کمزوري امنيت له کبله په هدف شوی دی ځکه چې د هغه نه زيات پوليس او بولټ پروف ګاډي بيرته اخيستل شوي وو.

د اکرام الله ګنډاپور د وژنې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

خو انعام الله ګنډاپور چې په خپله د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) کې افسر دی وايي هغه به له پلټنو وروستو دغه خبره کولی شي چې څوک د اکرام الله د وژنې په شا لاس لري.

خو نوموړي وويل له دې وړاندې يې بل ورور وژل شوی او د هغه د وژنې مقدمه يې د علي امين ګنډاپور په ګډون په نورو کسانو درج کړې خو انصاف ورته ورنکړی شو.

علي امين ګنډاپور د پاکستان تحريک انصاف ګوند د تېر حکومت وزیر ؤ او د هغه تعلق هم د ډېره اسماعيل خان سيمې سره دی خو هغه دغه تورونه رد کړي وو.

د انعام بل ورور اسرار ګنډاپور چې د خېبرپښتونخوا په تېر حکومت کې د قانون وزير ؤ د کال ۲۰۱۳م د اکتوبر په مياشت کې په هغه باندې په خپله حجره کې د لوی اختر په ورځ ځانمرګی بريد شوی او د هغه په ګډون پکې ۱۸ کسان وژل شوي وو.

پاکستاني طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې وه.

خو انعام الله ګنډاپور د دغه بريد تور په علي امين ګنډاپور لګولی ؤ.

نوموړي ويلي د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته يې هم دغه خبره کړې ځکه چې د دوی د کورنۍ او علي امین سياسي تعلق د هغه د ګوند سره دی تر څو د علي امين پرضد د ګوند په کچه عملیات وکړي.

خو انعام وايي نه عمران خان او نه کومې بلې دولتي ادارې چې پکې پوليس او عدليه شامله ده دوی ته انصاف ور نه کړو. هغه وويل يواځې پوځ يې تپوس کړی دی.

هغه د سترې محکمې په مشر قاضي غږ کړی چې د هغه د وروڼو د وژنو په پېښو خپل ځاني خبر (از خودنوټس) واخلي چې رښتيا په ډاګه شي او دوی ته انصاف ورکړی شي.

هغه دا اعلان هم وکړو چې د اکرام الله خان ګنډاپور په ځای به د هغه زوی اغاز ګنډاپور انتخابي کانديد وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG