په کراچۍ کې څو ورځې وړاندې د سياسي بې زغمۍ د تشدد ښکار "خر" چې "هيرو" نوم پرې اېښودی شوی ؤ، نن مړ شوی دی.
د څاروو د ژغورنې غېر دولتي ادارې (ای سي اېف) په فېس بک د هيرو د مړينې خبر ورکړی دی او ويلي يې دي دوی تر پرونه پورې خپلې هڅې وکړې هيرو په خپلو پښو ودرېدلی خوراک څښاک يې هم پېل کړی ؤ.
خو د هغه د ځينې ژوبل ځايونو د نه رغېدو او په پوزه د وينې راتلو وروستو نن هغه مړ شو.
نزدې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلويانو په کراچۍ کې وروستو له هغې په ياد خر سخت تشدد کړی چې د ياد ګوند مشر عمران خان ويلي ؤ چې څوک نوازشريف له هرکلي له ځي په هغه او خره کې به فرق نه وي.
عمران خان د پنجاب صوبې په ناروال سيمه کې يوې جلسې ته په وېنا کې دغه خبره کړې وه.
په ټولنيزو رسنيو دغه عمل په کلکه غندل شوی او کلکې نيوکې پرې شوې وې.
خو پاکستان تحریک انصاف ګوند په ټويټر ليکلي که څه هم دا د پي ټي ايي پلويان دي چې په خره یې تشدد کړی يا د عمران خان مخالفينو دغه ډول عمل د سپي سره کړی دی، دا زمونږ د ذهنيت څرګندونه کوي، بايد دغه ډول عمل ونه شي.