پاکستان کې سبا د شورو، چهارشنبې په ورځ (۲۵م جولايۍ۲۰۱۸م) د ټاکل شوؤ عامو انتخاباتو دپاره تيارۍ بشپړ کړی شوي دي.
د ګل او نهې په مينځنۍ شپه د انتخابي کمپاين وخت سرته رسېدلی او د پاکستان د ټاکنو د کمېشن ترمخه نن د نهې، سه شنبې په ورځ يو سياسي ګوند هم سياسي کمپاين نه شي کولی او نه به په ميډيا د کومې سياسي ډلې يا کانديد کمپاين کيږي اشتهارونه به نه چلیږي.
د الېکشن کمېشن ترمخه سبا په ټول ملک کې چهټي اعلان شوې او د رايې ورکولو عمل به سهار په اته بجې پېل کيږي او تر ماښام شپږو بجو پورې به روان وي.
په انتخاباتو کې د کاريدونکي سامان (بېلټ بکسونو، بېلټ پېپرو سره اړونده نور څيزونه) نن خپلو خپلو پولينګ سټېشنو ته لېږل پېل شوي دي.
د پاکستان په څلورو واړو صوبو او اسلام اباد کې سبا د قامي او صوبايي اسمبليانو دپاره ټاکنې کيږی خو قبايلي ضلعې چې په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا برخه جوړې شوي هلته به يواځې د قامي اسمبلۍ انتخابات کيږي.
د ټاکنو د کمېشن ترمخه پاکستان کې ۱۰۵.۹۶ ملينه رجسټرډ ووټران دي، په دوی کې ۵۹.۲۲ملينه سړي او ۴۶.۷۳ملينه ښځې رجسټرډ ووټونه لري.
د شمېرو ترمخه د ټولو رجسټرډ ووټونو ۵۵.۹ فيصده سړي او ۴۴.۱ فيصده ښځې دي.
پنجاب کې ټول رجسټرډ ووټونه ۶۰.۶۷ملينه چې پکې ۳۳.۶۸ فيصده سړي او ۲۶.۹۹ملينه ښځې دي، په سندهـ کې ټول ۲۲.۳۹ملينه چې پکې د سړو ووټرانو شمېر ۱۲.۴۴ ملينه سړي او ۹.۹۵ ملينه ښځې دي.
په خېبرپښتونخوا کې د ټولو رجسټرډ ووټرانو شمېره ۱۵.۳۲ملينه ده، په دوی کې ۸.۷۱ ملينه سړي او ۶.۶۱ ملينه ښځې رجسټرډ ووټونه لري.
بلوچستان کې ټول رجسټرډ ووټران ۴.۳ملينه د سړو شمېر پکې ۴.۳ ملينه اود ښځو ووټرانو شمېر پکې ۱.۸۱ ملينه دی.
قبايلي سيمه پخوانۍ فاټا کې د رجسټرډ ووټونو شمېر ۲.۵۱ ملينه او پلازمينه اسلام اباد کې دغه شمېره ۰.۷۷ملينه ده.
د قامي او څلور واړو اسمبليانو دپاره ۱۲۵۷۰ کانديدان په مېدان کې دي.
د الېکشن کمېشن ترمخه د قامي اسمبلۍ ټولې ۲۷۲ چوکۍ لري. خېبرپښتونخوا کې ۹۹، پنجاب کې ۲۹۷ چوکۍ،سندهـ کې ۱۳۰ او بلوچستان کې ۵۱ چوکۍ دي چې انتخابات به پرې کيږي خو په هغو انتخابي حلقو انتخابات وروستو کړی شوي د کومو کانديدان چې وژل شوي دي.
د رايو کارولو دپاره په ټول ملک کې ۸۵ زره ۳۰۷پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوي دي.
د دولتي ميډيا ترمخه د انتخاباتو په مهال د امنيت دپاره څلور نيم لاکه پوليس او د درې لاکو نه زيات د پوځ سرتيري په ډيوټۍ کړی شوي دي.