لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:دماشومانو په سر جګړې د اوو کسانو ژوند واخستو


په پېښور کې د ماشومانو پسر د دوؤ کورنیو په جګړه کې د یوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

سیمه ییزو پولیسو د سه شنبې په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دا نښته په سوړیزو میره کې د محب الله اؤ نورالله نومې تنانو د کورنیو ترمینځ شوې ده.

پولیس وایي ددغو کورنیو ماشومانو خپلو کې لوبې کولې اؤ په لوبو لوبو کې په څه خبره وران شول اؤ خبره جګړې ته ورسیدله.

دپولیسو د وینا له مخې وروستو دماشومانو په دغه جګړه کې د دواړو کورنیو لویانو هم برخه واخسته د نورالله کورنۍ د محب الله په کور ډزې وکړې چې له امله یې دمحب الله په ګډون دهغه دکورنۍ شپږ کسان ووژل شول.

پولیس وایي د نورالله دکسانو په ډزو دهغوئ دکورنۍ یو خپل غړی هم وژل شوی اؤ‌ په پېښه کې دوه تنه نور ژوبل شوي چې د درملنې دپاره روغتون ته وړل شوي دي.

د سیمې یو تن اوسیدونکي ماسټر افضل خان وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي په یو چم کې د اوو کسانو وژل کیدو ټوله سیمه په غم کې ډوبه کړې اؤ په دغه پېښه دواړه کورنۍ د پښیمانۍ څرګندونې کوي.

د پښتنو په ټولنه کې زیاتره مهال په وړو، وړو خبرو دغسې وژنې کیږي چې هغه وروسته په خانداني دښمنیو بدلې شي اؤ نتیجه یې دواړو لوریو تر نسلونو،نسلونو د مرګونو اوختل وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG