لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د کفنونو په خبره لنډ مهاله اعلا وزیر د مرستيال کمشنر نه سپيناوی غوښتی


د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله اعلا وزير (پخواني قاضي) دوست محمد خان د پېښور د مرستیال کمشنرنه د (۱۰۰۰) کفنونو تيارولو په بيان سپيناوی غوښتی او دغه بيان ته يې ټوقه ويلي دي.

د پېښور مرستيال کمشنر عمران حميد شېخ پرون د ګل، دوشنبې په ورځ پېښور کې د انتخاباتو په مهال د تياريانو او انتظاماتو په اړه خبريالانو سره په خبرو کې ویلي ؤ، دوی دومره تيارۍ نيولي (چې دوی ۱۰۰۰ کفنونه هم تيار کړي دي که کومه بده پېښه رامنځته کیږي).

د لنډ مهاله اعلا وزير په مشرۍ د لوړ پوړو چارواکو په يوه ناسته کې پرېکړه شوې چې د پېښور د مرستیال کمشنر نه په غېر زمه واره بيان سپيناوی وغوښتی شي ځکه چې دغه ډول پاليسي بيانونه ورکول په ټولو دولتي افسرانو بند کړی شوي وو.

د پېښور د مرستيال کمشنر دغه بيان ته په ټولنيزو رسنیو سخت غبرګون ويل شوی دی.

فعالې کلثوم زېب د پېښور د مرستيال کمشنر بيان ته په غبرګون کې په ټویټر ليکلي،

"دا انتخابات کيږي که درېم نړیوال جنګ".

خبريال افتخار فردوس په ټويټر ليکلي،

"په روانو حالاتو کې خلک د وړاندې نه ويريدلي دي او د پېښور مرستیال کمشنر وايي د انتخاباتو د ورځې دپاره ۱۰۰۰ کفنونه تيار کړي دي، دغه خبره د رايو په ورکولو اغېزې کولی شي".

​د پېښور مرستیال کمشنر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پېښور کې په انتخابي کمپاين کې د عوامي نيشنل ګوند په کانديد هارون بلور ځانمرګی بريد شوی او د هغه په ګډون پکې ۲۲ کسان وژل شوي وو.

نوموړي کمشنر وروستو يو بل ويډيو بيان خپور کړی چې پکې وايي د هغه بيان ته په بدل انداز هوا ورکړی شوې او هغه يواځې د تيارو تفصيل ویلی ؤ.

لنډ مهاله اعلا وزير ويلي د انتخاباتو د ورځې په موقع د امنيت دپاره کوټلي ګامونه پورته کړی شوي پوليس، اېف سي او پوځي سرتيري په ځای کړی شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې د انتخاباتو په مهال د کلکو امنيتي ګامونو اخستو خبره په داسې حال کې شوې چې د اتوار، يکشنبې په ورځ د دغه صوبې په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې يو بل انتخابي کانديد په ځانمرګي بريد کې وژل شوی ؤ.

پاکستان کې سبا د شورو، چهارشنبې په ورځ (۲۵م جولايۍ) باندې عام انتخابات کيږي او چارواکي وايي اته لاکه پوځي او پوليس سرتيري د امنيت دپاره په ځای کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG